د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي د محقق څرګندونې د ملي ګټو خلاف وې


ښاغلي محقق ویلي چې دغې څرګندونې د ده شخصي نظر دی
ښاغلي محقق ویلي چې دغې څرګندونې د ده شخصي نظر دی

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د محمد محقق څرگندونې به په جدي توگه وڅیړل شي.

محمد محقق د "اهل بیت د محبانو او د تکفیریانو د مسلې" په نامه په نړیواله غونډه کې چې په ایران کې جوړه شوې وه د سوریې جگړې ته د افغان ځوانانو د تگ ملاتړ وکړ او ددغو جنگیالیو نه یې "د زړه له کومې مننه" وکړه.

ښاغلي محقق وروسته وویل چې دغې څرګندونې د ده شخصي نظر دی او د افغانستان د حکومت سیاست نه څرګندوي.

خو د چهارشنبې په ورځ ارګ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل "په تهران کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي او په هیڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي."

ارګ همداشان ویلي چې افغانان یوازې د افغانستان د بیرغ لاندې او د ملي ګټو لپاره د پوځي خدماتو حق لري او افغانستان نغواړي چې د سیمې په نیابتي جګړو کې ښکیل شي.

د ایران پوځ له څه مودې راهیسې په زرګونه شیعه افغانان د سوريې جګړې ته استولي. ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژيم پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG