د لاس رسي وړ اتصالات

د "فاطمیون لوا" په ننګه د محقق څرګندونو غبرګونونه پارولي


ویل کیږي چې د فاطمیون لوا څه باندې ۱۰۰۰۰ جګړه ماران لري چې ټول یې افغانان دي
ویل کیږي چې د فاطمیون لوا څه باندې ۱۰۰۰۰ جګړه ماران لري چې ټول یې افغانان دي

د افغانستان د اجرايي ریاست مرستیال د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغانانو استول ستایلي او له دغو جګړه مارانویې مننه کړې ده.

محمد محقق د ایران د انقلابي ساتونکو د بهرنیو عملیاتو قومندان قاسم سلیماني ستایلی دی چې د سوریې جنګ ته افغانان او نور وګړي استوي. هغه دا خبره په تهران کې د "محبان اهل بیت" په نامه یوې غونډې کې وکړه. دا غونډه د نومبرې په ۲۲-۲۳ وشوه.

ښاغلی محقق چې د افغانستان د شیعه مذهبو یو وتلی سیاسي مشر ګڼل کیږي او د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال هم دی، په تهران کې وویل "زه د عراق، سوریي، افغانستان، پاکستان او نړۍ د نورو برخو له ټولو هغو جنګیالیو مننه کوم چې په سوریه کې جنګیږي. په حقیقت کې دا د کفارو او د نړۍ د استګبار په ضد جنګ دی، چې دوې بریالي شول".

ایران په سوریه کې په مذهبي جګړه کې ښکیل بلل کیږي او پر واک د شیعه بشارالاسد پاتي کیدل غواړي. ایران په څرګنده د امریکا په مخالفت کې د سوریې په جګړه کې بوخت دی، ځکه امریکا له واک نه د بشارالاسد لرې کیدل او د یوه نوي پراخ بنسټه دولت رامنځته کیدل غواړي.‌

غبرګونه

ارګ او اجرائیه ریاست تر دې دمه د ښاغلي محقق د څرګندونو په اړه څه ندي‌ ویلي خو یو شمیر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د محمد محقق دا څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو خلاف بللي دي.

نور الله احمدزي په خپل ټویټر کې لیکلي"ولسمشره له محقق نه باید پوښتنه وکړي او سیاسی سزا ورکړي. ته وطن ته مسؤل یې او دا دسراعلی قوماندان دنده ده".

میرویس عمرخیل په خپل فیسبوک کې لیکلي" په سوریه کې د تروریستي ډلو او ایراني جګړه مارانو څخه د محقق ننګه داسې ده لکه پنجابي ملایان چې په افغانستان کې د طالبانو د تروریستي ډلې او داعش ننګه کوي".

د ټولنیزو رسنیو بل فعال زیرک فهیم لیکلي دي"د محقق له څرګندونو دا جاج اخیستل کېږي، چې داعش په سوریه کې د افغان"اهل تشیع" جنګیالیو د فعالیت په غبرګون په افغانستان کې د بېګناه "شعیه ګانو" جوماتونه په نښه کوي."

حفیظ الله غښتلي په دې اړه یوه لنډه لیکنه کړې او پوښتلي دي" افغانان د کوم بین الدول تعهد په اساس د سوریې جنګ ته داخل شوي؟ ولې محقق په جنګي جرمونو تورن جګړه ماران ستايي"؟

ویل کیږي چې د فاطمیون لوا څه باندې ۱۰۰۰۰ جګړه ماران لري چې ټول یې افغانان دي. د سوریې په جنګ کې یې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق ادعا وکړه چې په منځني ختیځ کې د داعش له ماتې وروسته د دغې ډلې ۱۰۰۰۰ جګړه ماران د افغانستان شمال ته تښتېدلي چې د منځنۍ اسیا خلک هم په کې شته.

افغان حکومت تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې د بشري حقونو ځینو ډلو او نړیوالو مطبوعاتو دا راپورونه خپاره کړي وو چې ایران افغانان د جنګ لپاره سوریې ته استوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې سوريې ته د افغانانو د استولو قضیه څیړي.

XS
SM
MD
LG