د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر له طالبانو سره اړیکه نه ده نیولې - د امنیت شورا


افغان حکومت له طالبانو سره خبرې رد کړې
افغان حکومت له طالبانو سره خبرې رد کړې

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې افغان حکومت ځینو چارواکو له وسله‌والو طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

اسوشیټیډ پریس رپوټ ورکړی، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي له وسله‌والو طالبانو سره په دوه جلا جلا کتنو کې د سولې مخامخ خبرې کړې دي.

راپور وايي چې ستونزه دا وه دواړو مشرانو له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه یو بل خبر کړي نه و او نه یې هم معلومات شریک کړي وو.

خو د ملی امنیت شورا ویاند قادرشاه له امریکا غږ سره په خبرو کې دغه رپوټ بې‌اساسه وباله او ویې ویل، د افغانستان د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره، د سولې هر ډول مذاکرات د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا پر مخ وړل کیږي.

هغه وویل "د سولې د مذاکراتو په اړه د اسوشیټیډ پریس په رپوټ کې هغه ادعا چې، د ملي امنیت شورا دفتر له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او یا هم په دغې پروسه کې ناهمغږي وجود لري، په کلکه ردوم. له خبري رسنیو څخه مو توقع دا ده، چې ټول خبرونه له دقت او پوره کره‌والي وروسته نشر کړي".

ښاغلي قادر شاه زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره په هره برخه کې هڅې کوي او د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر، د سولې د مذاکراتو په پروسه کې، د سولې د عالي شورا له هڅو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې دعالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد منلې چې ښاغلی ستانکزی لا هم له طالبانو سره منظم تماس لري.

په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې د اسیا د پروګرامونو مرستیال اندرو وایلدر هم ویلي دي چې د کابل څو سرچینې له طالبانو سره په خبرو اخته دي خو وایي چې دا تماسونه منظم نه دي.

له دې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو منلې وه، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په تړاو غیر رسمي تماسونه لري. طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG