د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړیوال جام لومړنۍ لوبه د جنوبي افریقا نه وګټله


د افغانستان د ۱۹ کلنو نه د کم عمر لوبډلې د کرکټ نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې نن جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن د جنورۍ په ۱۷ نیټه په جنوبي افریقا کې پیل شوې چې لومړۍ لوبه یې د افغانستان او جنوبي افریقا د لوبډلو تر منځ وشوه.

دغه لوبه نن د جنوبي افریقا په کیمبرلي لوبغالي کې وشوه. پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړۍ یې د بیټنګ یا توپوهنۍ پریکړه وکړه.

جنوبي افریقا د ۱۲ اوور تر پایه پورې ۶۱ منډې کړې وې او یواځې دوه کسان یې سوځیدلي وو خو تر هغې وروسته د نور احمد او شفیق الله غفاري په زړه پورې توپ اچونې د جنوبې افریقې لوبغاړو ته لوبه سخته کړه.

شفیق الله غفاري په دغه لوبه کې ۶ کسان وسوځول او یواځې ۱۵ منډې یې ورکړې.

شفیق الله غفاري له لوبغاړو سره
شفیق الله غفاري له لوبغاړو سره

شفیق الله غفاري د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام کې دریم افغان دی چې په یوه لوبه کې د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي سوځوي. همدارز نوراحمد او فضل الحق هم دوه دوه کسان وسوځول.

جنوبي افریقا لخوا یوازې کپتان برایس پارسن په ۴۲ توپونو ۴۰ منډې وکړلې او د لوبې په وروستیو شیبو کې جیرلډ کوټزي څلور څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې د ۱۳۰ منډو هدف د لوبې په نیمایي (۲۵ اورونو) کې یوازې د درې لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ.

ابراهیم ځدران ۵۲ او عمران میر ۵۷ منډې جوړې کړې.

د لوبې په پاې کې شفیق الله غفاري ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

ددغې لوبې ګټلو سره افغانستان دوه امتیازه خپل کړل او خپله راتلونکې لوبه به د متحده عرب اماراتو لوبډلې سره د جنورۍ په ۲۲ نیټه تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG