د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د مشورتي لویې جرګې د لګښت په تړاو انتقادونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغان دولت هر کال ۴.۲ میلیارده افغانۍ د لوړپوړو چارواکو او سیاسي شخصیتونو پر ساتنې او امنیت مصرفوي.
په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې یو شمیر سیاستوالو انتقاد کړی چې حکومت ولې د مشورتي لویې جرګې پر رابللو ۳۰۰میلیونه افغانۍ مصرفوي.
ښاغلي صالح د پنجشنبې په ورځ د اګست په شپږمه (زمري ۱۶) په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "زه په تمه وم چې په نورو لویو نجومي شمیرو باندې انتقاد وشي. دولت هرکال څلور زره او دوه سوه میلیونه افغانۍ د لوړ پوړو چارواکو پر ساتنې او د امنیت پر ټینګولو مصرفوي".
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ویلي چې یو شمیر دغه لوړ پوړي چارواکي او شخصیتونه، خپلو شخصي هیلو او غوښتنو ته د رسېدلو لپاره خپل نیمايي وخت د نظام په کمزوري کولو مصرفوي.
ښاغلي صالح د کوم چارواکي یا سیاسي څېرې نوم نه دی اخیستی خو د مشورتي لویې جرګې د لګښتونو پر ځای یې د دغو "نجومي مصرفونو" په تړاو د بحث کولو هیله ښودلې ده "راځئ چې پوه شو چې د کوم شخص د ساتنې لپاره څومره پیسې مصرفېږي".
امرالله صالح زیاته کړې چې د مشورتي لویې جرګې پر سر د ۳۰۰ میلیون ډالرو د لګښت لامل به د جمهور رئيس په وینا کې په څرګند ډول تشریح شي.
هغه ټینګار کړی چې له ملت سره سلامشوره او د ملت نظر ته درناوی له هرې بیې څخه پورته ارزښت لري.