د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: لویې جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي


ټاکل شوې چې سبا په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې جرګې لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ اګست شپږمه ( زمري ۱۶) خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لويې جرګې د امنیت د خوندیتوب لپاره له یوې اونۍ راهیسې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

ښاغلي ارین زیاته کړه: "ډاډ ورکوو چې ټول ځواکونه هڅه کوي هغه راز چې لازمه ده امنیت ټینګ کړي ترڅو د لویې جرګې ګډونوال په ارامه فضا کې په دې جرګه کې ګډون وکړي او دا لوی مراسم په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي".

مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ د اګست په اتمه (زمري ۱۷) د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د لویې جرګې په خیمه کې ترسره کېږي.

د مشورتي لویې جرګې امنیتي کمېسیون له خلکو څخه غوښتي چې د دغې جرګې تر پای ته رسېدو پورې د کابل او ولایتونو ترمنځ له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د دغه کمېسیون په اعلامیې کې راغلي: "نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ د زمري ۱۶ د مازدیګر له څلورو بجو څخه د کوټې‌ سنګي – کارته پروان ترمنځ سرک او د قنبر څلور لارې د جرګې تر پای ته رسېدو پورې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلي دي".

د مشورتي لویې جرګې امنیتي کمېسیون ویلي په دغو سیمو کې د خلکو او ناروغانو د انتقالولو لپاره د پولیسو بسونه او امبولانسونه توظیف شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په دې جرګه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو څرنګوالي او د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په تړاو د خلکو له استازو سره سلامشورې کېږي.

د افغان چارواکو پر وینا دا جرګه د ۱۳۹۸ کال د مشورتي لویې جرګې په دوام جوړېږي او غړي یې هم د پخوانۍ جرګې ګډونوال دي.

د تېر کال په مشورتي لویه جرګه کې د سیاسي جریانونو، ښځو او جهادي ګوندونو ۳۲۰۰ استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د مشورتي لویې جرګې لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د لویې جرګې خیمې د دروازې مخې ته د دیني عالمانو د غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې شپږ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په ۱۳۹۰ کال کې هم له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د مشورتي لویې جرګې پر خیمې د توغندیو بریدونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG