د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګټه


په قطر کې د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې نن یکشنبه دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) ارجنټاین د پنالټي په شوټونو کې فرانسې ته ماتې ورکړه او د دریم ځل دپاره یې دغه اتلولي خپله کړه.

ارجنټاین له دې وړاندې په وروستي ځل نړیوال جام د مراډونا په کپتانۍ کې ۳۶ کاله پخوا ګټلی و.

نننۍ لوبه د ارجنټاین له لورې پر مخالف لوري په بریدونو پیل شوه او په لومړۍ نیمايي کې ارجنټاین وکولای شول دوه ګولونه ووهي. لیونل میسي د لوبې په ۲۳تمه دقیقه کې د ارجنټاین لومړی پنالټي ګول وواهه. انخل دي ماریا په ۳۶دقیقه کې د ارجنټاین دپاره دوهم ګول ووهه.

په دوهمه نیمايي کې د لوبې حالت هغه وخت بدل شو چې د فرانسې کیلین امباپې په ۸۰ او ۸۱ دقیقو کې دوه پرله پسې ګولونه ووهل. او لوبه ۲-۲ برابره شوه.

خو په ۱۰۸مه دقیقه کې د ارجنټاین میسي ګول وواهه. د ارجنټاین دغه برتري هغه وخت ختمه شوه چې په ۱۱۸مه دقیقه کې د فرانسې کیلین امباپې پینالټي ګول وواهه او لوبه درې-درې مساوي شوه او پینالټي شوټونو ته ورسېده.

فرانسې په ۲۰۱۸ او ۱۹۹۸ کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی وو.

ددې لوبې د لیدلو دپاره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د دواړو ټیمونو په زرګونو مینه وال د قطر د لوسېل لوبغالي ته ورغلي وو.

لیونل میسي او کیلین امباپې

لیونل میسي او کیلین امباپې
لیونل میسي او کیلین امباپې

د لوبې له پیل وړاندې د ارجنټاین ګڼ شمېر مینه والو نڅا او د "موچاچوس" مشهوره سندره بدرګه کوله. دا سندره د ارجنټاین د لوبډلې سرود یو سمبول دی چې د ارجنټاین ټول ملت یې په فوټبال راټول کړی دی.

د ارجنټاین ډیرو مینه والو ویل، د لیونل مېسي د لوبو لیدلو ته له ارجنټاین څخه قطر ته راغلي دي. د شنبې په ورځ هم د کروشیا او مراکش ترمنځ د دریم مقام لپاره د لوبې په وخت د ارجنټاین په زرګونو مینه والو د کپتان لیونل میسي له عکسونو سره بیرغونه پورته کړي وو.

په فرانسه کې بیا ددغه هېواد د ټیم مخکښ لوبغاړي کیلین ایمباپې ته د فرانسې د راتلونکي نسل د خوب په سترګه کتل کیږي.

دولس کلن فرانسوي، اډم انډيډې په خپل هېواد کې مسلکي لوبه کوي، او د نړیوال جام د لوبو د لیدلو دپاره قطر ته تللی.

هغه وویل: "زما د خوښې لوبغاړی ایمباپې دی. زه ورڅخه ډېر متاثره یم. د هغه منډه، پاسونه، او شاټونه زما لپاره یو مثال دی. د هغه نه مننه چې مونږ ته خوشالي راکوي."

ډیری بې طرفه د فوټبال مینه والو ویل ددې دپاره د ارجنټاین ملاتړ کوي چې غواړي لیونل میسي له دې ټورنمنټ څخه په بریالتوب ووځي.

XS
SM
MD
LG