د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې په ١١ میاشتو کې د تشدد ١٣٨ پیښې شوي


په بلوچستان کې په تیرو ١١ میاشتو کې د غیرت په نوم د قتلونو په گډون د تاوتریخوالي ١٣٨ پیښې شوي چې ټولې یې عدلي مقاماتو ته رپوټ شوي دي.

د بلوچستان د "عورت فونډیشن"، د بلوچستان د ښځینه پرمختگ د څانگې او مدني ټولنې رپوټ له مخې پدغو پیښو کې ٥١ ښځې او ٢٥ نارینه وژل شوي دي چې ددې جملې نه ٣٠ ښځې او ١٩ نارینه د غیرت په نامه پیښو کې وژل شوي دي.

همداشان ددغو ٥١ ښځو له جملې نه ١۴ ښځو د کورنیو جنجالونو په وجه ځانونه وژلي.

رپوټ همداشان وایي چې ٢١ ښځې او اته نارینه د کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي او ١٣ ښځې تښتول شوي دي. همداشان پدې کې څلور د جنسي تشدد او پر ښځو باندې د تیزابو د شیندولو دوه پیښې هم شاملې دي.

د کوټي په پريس کلب کي يو خبري کانفرانس ته د بلوچستان د عورت فونډیشن، د بلوچستان د ښځینه پرمختگ د څانگې او مدني ټولنې استازو وویل چې د رواني مياشتي له ٢٥ څخه د دسمبر تر لسمي نېټې پورې نړیوال ښځینه غورځنگونه د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي په ضد د فعالیت ١٦ ورځې لمانځي. بلوچستان هم پدغه موده کې د ښځو پر وړاندې د تشدد پر ضد فعالیت کې په ځانگړو مراسمو سره ونډه اخلي.

دغه رپوټ پدې مقصد خپور شوی چې په بلوچستان کي پر ښځو باندي د تاوتریخوالي پیښې روښانه شي او د حکومت، سیاستوالو، قانون پوهانو او د ټولو ټولنیزو بنسټونو پام دغې موضوع ته واړول شي.

رپوټ: جمیل خان - امریکا غږ - کویټه

XS
SM
MD
LG