د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران برمته شوي عسکر د جیش العدل د ډلې سره دي


د جیش العدل ترهگرې ډلې د پاکستان او ایران په سرحد د ایران د ١٢ امنیتي عسکرو د برمته کولو مسولیت په غاړه اخیستې دی.

د ایران دولتي ټلویژن ارنا د دوشنبې په ورځ (اکتوبر په ٢٢) ویلي چې د جیش العدل ډلې د اکتوبر په ١٦ دوه عکسونه خپاره کړیدي چې ښیي د ایران امنیتي عسکر دوي برمته کړیدي.

جیش العدل چې په ٢٠١٢ کال کې د یوې بله ترهگرې ډلې جندالله نه بیل شوې ده، د ایران د سیستان بلوچستان په ایالت کې په ایراني عسکرو بریدونه کوي.

د ایران دولتي اژانس ارنا وایي چې جیش العدل چې کوم عکسونه خپاره کړیدي په هغې کې د سپاه پاسداران د ٧ غړو او د ٥ تنو پولیسو عکسونه دي.

د ایران سیستان بلوچستان د دغه هیواد يو ناآرامه ایالت بلل کیږي او ایراني چارواکي"سني بیلتون غوښتونکي" ګرم بولي.

ایران ادعا کوي چې دغه ډله په پاکستان کې پناځایونه لري او خبرداری یې ورکړی که پاکستان یې پر ضد اقدام ونکړي ایراني پوځیان به د پاکستان په خاوره کې ددغو اورپکو پناه ځایونه په نښه کړي.

د ایران د پوځ یو لوړپوړي چارواکي جنرال محمد حسین باقري پدې اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره هم ټلفوني خبرې کړیدي او د هغه نه یې وغوښتل چې د دغو برمته شوو عسکرو د ازادولو لپاره دې ورسره په گډه کوښښونه وکړي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي پدې اړه ویلي دي چې دغه ترهگرې ډلې د دواړو ملکونو دښمنې دي او غواړي چې د دواړو ملکونو اړیکې خرابې شي.

XS
SM
MD
LG