د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش کې مخالف سیاسي ایتلاف د ټاکنو نتایج نه مني


د شیخ حسینې سیاسي ایتلاف انتخابات ګټلي دي

بنګله دېش د ټاکنو کمیسیون د بیا انتخاباتو غوښتنه رد کړه.
د بنګله دېش په تاکنو کې ددې هیواد صدراعظمې شیخ حسینې انتخابات وګټل، سیاسي ډلې د ټاکنو نتایج نه مني او د ټاکنو له کمیسیون نه یې غوښتي چې بیا ټاکنې وکړي.

خو د بنګله دېش د ټاکنو د کمیسیون مشر نورالهدا وویل چې پارلماني انتخابات په ښه توګه شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي چې د شیخ حسینې په مشرۍ سیاسي ایتلاف د پارلمان ۲۸۸ څوکۍ ګټلې دي.

ټول پارلمان ۳۰۰ غړي لري. خو د حکومت ضد سیاسي ایتلاف د ټاکنو نتایج نه مني او بیا انتخابات غواړي.

د ټاکنو په ورځ تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG