د لاس رسي وړ اتصالات

د بې نظیر بوټو لوڼې وایي د مور قاتل یې پرویز مشرف دی


پرویز مشرف د بې نظیر بوټو د وژنې تور د هغې پر میړه آصف علي زرداري اچولی دی
پرویز مشرف د بې نظیر بوټو د وژنې تور د هغې پر میړه آصف علي زرداري اچولی دی

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو لوڼې بختاور او آصفه بوټو وایي د دوی د مور قاتل د پاکستان پخوانی جمهور رئیس پرویز مشرف دی. دوی د پرویز مشرف هغه څرگندونې رد کړې چې وایي د دوی پلار آصف علي زرداري د خپلې میرمنې بې نظیر بوتو قاتل دی.

جنرال پرویز مشرف د پنجشنبې په ورځ په یو ویډیوي پیغام کې د بې نظیر بوټو د وژنې تور د هغې په میړه اصف علي زرداري لګولی او ویلي یې دي چې ښاغلي زرداري د خپل حکومت پر وخت ځکه د بې نظیر بوټو د وژنې پلټنې ونکړې چې پخپله یې پدغه سازش کې لاس درلود.

جنرال مشرف په خپل ویدیویي پیغام کې دا هم ویلي چې بې نظیر بوتو د پاکستاني طالبانو د هغه وخت مشر بیت الله محسود او یا د هغه کسانو وژلې ده. هغه استدلال کوي چې د بې نظیر بوتو د وژنې په دسیسه کې کیدای شي د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزی هم شامل وي چې د هغه په وینا د ښاغلي زرداري سره یې تعلقات درلودل او پر طالبانو باندې یې نفوذ درلود. د مشرف په وینا د بې نطیر بوټو د قتل په دسیسه کې بیت الله محسود، طالبان او ښایي لوړپوړي افغان مقامات لاس ولري.

د بې نظیر بوټو لوڼو آصفه او بختاور بوټو زرداري د ټولنیزو رسنیو په ځانگړو پیغامونو کې د میډیا له چلوونکو غوښتي چې د هغوی په وینا د "قاتل" دغه ډول تورونه خپاره نه کړي. بختاور بوټو دا هم ویلي چې جنرال مشرف باید عدالت ته کش کړای شي.

آصفه بوټو زرداري ويلي چې د ميډيا لخوا "فراري قاتل" ته پاملرنې او موقع ورکولو حیرانه کړې ده. د هغې مشرې خور بختاور بیا لیکلي دي چې "مشرف د بزدلانو پشان له هيواد څخه تښتيدلى او اوس په ګالف کورسونو کې مصروف دى، هغه دې پاکستان ته راشي او عدالت ته دې وړاندې شي."

پرویز مشرف د بې نظیر بوټو د وژنې تور د هغې په میړه اصف زرداري وروسته له هغې واچوه چې ښاغلي زرداري د لاهور له ایالتي محکمې وغوښتل چې پرویز مشرف دې د بې نظیر بوټو د وژنې په تور ګرفتار او سزا دې ورکړل شي.

بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷ کال د دسامبر په ۲۷ د پنجاب ایالت په پینډۍ ښار کې یوې غونډې ته له وینا وروسته د یو نامعلوم شخص په ډزو وژل شوې وه.

هغه مهال جنرال پرویز مشرف د پاکستان جمهور رئیس و او بیا وروسته د بې نظیرې د وژنې تور پر هغه واچول شو.

د اگست د میاشتې په ٣١ د پینډۍ د ترهګرۍ د مخنیوي یوې محکمې د بې نظیر بوټو د وژنې د دوسیې په هکله ویلي وو چې که د بې نظیر بوټو ښه امنیت نیول شوی وای، نو د هغې ژوند ژغورل کیدای شو.

XS
SM
MD
LG