د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا او چین د ۷۳۷ بوینګ الوتکو پروازونه وځنډول


د تېرې ورځې په پېښه کې ۱۵۹ تنه مړه شول
د تېرې ورځې په پېښه کې ۱۵۹ تنه مړه شول

په ایتوپیا کې د یوې الوتکې له غورځېدو وروسته چین او اندونیزیا د ۷۳۷ بوینګ مکس الوتکو پروازونه ځنډولي دي.

د یکشنبې په ورځ (مارچ۱۰) د ایتوپیا له مرکز ادیس ابابا نه یوه ۷۳۷ بوینګ الوتکه تر پرواز لږه شېبه وروسته ولویدله او۱۵۷ کسان په کې مړه شول.

په ایتوپیا کې چارواکي وايي چې د الوتکې توره بکسه او د پیلوټ ثبت شوی غږ یې موندلی دی او د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

په تېرو شپږو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې ۷۳۷ بوینګ الوتکه غورځيږي.

د تېرکال په اکتوبر کې هم یوه ۷۳۷ بوینګ الوتکه د جاکارتا له هوايي ډګر څخه والوتله او د جاوا په سمندر کې وغورځېده او ټول ۱۸۹ سپاره یې مړه شول.

د بوینګ ۷۳۷ الوتکه یوه مطمینه الوتکه بلل کیږي او د دغه شرکت تر ټولو ډېره پېرودل شوې الوتکه ده.

XS
SM
MD
LG