د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ د روهنګیا مسلمانانو د وضعیت معلومولو لپاره برما ته ځي


دا برما ته د پاپ لومړنی سفر دی
دا برما ته د پاپ لومړنی سفر دی

پاپ فرانسیس بنگله دیش او میانمار ته په داسي وخت کې سفر کوي چې د امریکا په شمول اروپا او نړیواله ټولنه د میانمار پر حکومت او پوځ د روهینگیا اقلیت سره د بد چلند له امله سختې نیوکې کړي دي.

پاپ به پدې سفر کې د میانمار له مشرانو او په بنگله دیش کې د روهینگیا کډوالو سره وگوري. لیکواله جیسمین اوني وایي خلک دیته منتظر دي چې پاپ به له دغې حساسې موضوع سره څه ډول برخورد وکړي.

پاپ فرانسیس برما ته د تگ نه وړاندې د هغه هیواد خلکو ته داسي پیغام ورکړ "زه میانمر ته د درتگ تیاری نیسم، او غواړم تاسې ټولو ته د سلامتی او دوستی هیلې درولیږم. زه ستاسې لیدو ته لیواله یم، او د ځان سره به د حضرت عیسی د پخلاینې، سولې او بښنې پیغام دروړم".

دا میانما د پاپ فرانیسس لومړی سفر دی. د میانمار او واتیکان ترمنځ بشپړې دیپلوماتیکي اړیکې شپږ میاشتې وړاندې واتیکان ته د ان سان سوچې په سفر پیل شوې. پنځه میاشتې کیږي چې د روهینگیا مسلمانانو په اړه، ان سان سوچې، تر سخت نړیوال فشار لاندې راغلې ده.

د میانمار د راخین ایالت نیمایي نفوس په تیرو څو میاشتو کې بنگله دیش ته کډوال شوي دي. یوې وسله والې ډلې پر پوځ برید کړی و، او په ځواب کې د میانمر اردو ظالمانه عملیات وکړل.

بنگله دیش ته کډوال شوي مسلمانان د میانمار پر اردو د عام وژنې، جنسي تیریو او د کلیو د ورانولو تورونه لگوي، خو د میانمر پوځ دا تورونه ردوي. دغه وضعیت ته په کتلو د سیمې کارپوهان وایي پاپ یوې حساسې موضوع ته داخلیږي.

سیاسي څیړونکی، ریچرډ هورسي، وايي دی دیته په تمه دی چې و گوري پاپ دا مسله به څنگه را وسپړي. هغه وویل، « د میانمر اکثریت خلک د روهینیگیا اقلیت په اړه د نړیوالې ټولنې د دریځ سره موافق نه دي او نه هم دا مني چې دومره لوی شمیر خلک کډوال شوي دي. که پاپ د کډوالو په اړه ډېر جدي دریځ ونیسي، کیدای شي خلک خوابدي شي، او وضعیت نور هم پیچلي شي.»

پاپ فرانسیس به یو ځل بیا د ان سان سوچې سره د لیدو تر څنگ، د پوځ له مشر سره هم وگوري.

پاپ ته تر دې حده د احتیاط مشوره ورکړل شوي ده، چې د روهنیگیا اقلیت نوم وانخلي، په دې دلیل چې د میانمر حکومت د روهینگیا قوم په رسمیت نه پیژني.

د مارک فارمر په نوم بل څیړونکی وایي چې که هغه د روهینگیا نوم واخیست، ځینې بودایي مذهب ملت پال به ناراضه شي. هغه زیاته کړه، « کاتولیک عیسوي اقلیت له همدې ویریږي او بیا امکان لري چې ملت پالان، پر دوی هم بریدونه وکړي.»

په میانمر کې د خورا سیاسي احتیاط سره سره، د پاپ په سفر کې په بنگله دیش کې د روهنیگیا کډوالو سره لیدل هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG