د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د قاطع ملاتړ له خوا د جنرال رازق د وژلو ادعا بې بنسټه ده


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو له خوا د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژنې آوازې د افغانستان په زیان او د "دښمن ژرندې ته د اوبو سمولو" په معنی دي.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ (تلې/میزان ۳۰) د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله دغه ادعاوې رد کړې او وې ویل، چې دا آوازې د "جنرال عبدالرازق قاتلانو" د خلکو له احساساتو سره د لوبې کولو لپاره خپرې کړې دي.

هغه زیاته کړه "که پریږدو چې دا آوازې د افغانستان د خلکو ذهن او تصور مغشوش کړي، د هیواد راتلونکې له خطر سره مخامخ کوو، په همدې لار کې د افغانستان خلکو تر ټولو زیاته قُرباني ورکړې، نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې وه او قاطع ملاتړ زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ژمنه درلوده".

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې، په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره له لیدنې وروسته، کړې دي.

په دغې لیدنه کې چې د یکشنبې په ورځ شوې ده، دواړو خواو د پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو، امنیتي مسلو او له تروریزم سره د اغیزمنې مبارزې د لارو چارو پر سر خبرې کړې دي، خو په کې د کندهار د پېښې په تړاو یادونه نه ده شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې زیات شمیر افغانانو د کندهار د ملکي او پوځي چارواکو او د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د عمومي قوماندان د ګډې غونډې د عکسونو په خپرولو سره ادعا کړې، چې جنرال رازق د اسکاټ میلر د یو ساتونکي په ډزو وژل شوی دی.

خو دغه ادعاوې په داسې حال کې شوي، چې وسله‌والو طالبانو په رسمي ډول د جنرال عبدالرازق د وژلو مسولیت منلی دی.

په دغه برید کې جنرال میلر ته زیان نه دی رسیدلی، خو د امریکا دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د امریکايي ځواکونو یو جیګپوړی چارواکی جنرال جیفری سمایلي په دې پېښه کې ټپي شوی او اوس‌مهال په کندهار ولایت کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

XS
SM
MD
LG