د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله د ملګرو ملتونو غونډه کې ګډون لپاره نیویارک ته تللی


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د ملګرو ملتونو په ۷۳مې کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

له دغه ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ښاغلی عبدالله به په دغې غونډه کې وینا وکړي او په سیاسي، امنیتي، تروریزم او مخدره موادو سره مبارزې، سیمه‌ییزه همکاري، له نړیوالې ټولنې سره د همکاریو د دوام د پیاوړتیا، د شفافو پارلماني، ولسمشریزو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ترسره کولو په برخو کې، د افغان حکومت رسمي دریځ مطرح کړي.

په بیان کې دغه راز راغلي، چې اجرائیه رئیس به د حکومتولۍ، فساد سره مبارزې، پوهنې او روزنې، د ښځو پیاوړتیا او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د افغانستان د لاسته راوړنو او د کورنیو او سیمه‌ییزو ستونزو په اړه هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله د دغې ناستې په څنډه کې، د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د یو شمیر هیوادونو له ولسمشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدنې وکړي.

د اجرائیه ریاست په بیان کې ویل شوي، چې عبدالله عبدالله به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په میلمستیا کې هم ګډون وکړي.

په دغه سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني او د افغان دولت یو شمیر نور جیګ‌پوړي چارواکي د ښاغلي عبدالله ملتیا کوي.

تیرکال د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG