د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښاروالۍ: د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د ودونو په صالونونو بندیز ندی لرې شوی


عکس ارشيف
عکس ارشيف

د کابل ښاروالي وايي چې دغه ښار کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د ودونو پر صالونونو بندیز لا هم شته او تر راتلونکي امر پورې به عملي وي.

دغه اداره وايي چې کابل کې د ودونو یو شمېر هوټلونو د حکومت له خوا لګیدلی بندیز ماتوه او د ودونو مراسم یې ترسره کول.

د کابل ښاروالۍ ویاندې سیمرا رسا نن چهارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) امریکا غږ ته وویل: "د ودونو یو شمېر صالونونو د شپې له خوا د وادونو مراسم نیول او خاوندانو یې ویلې چې د هوټلونو اتحادیې ورته د فعالیت پیلولو ایجازه ورکړې ده. موږ سرغړوونکو ته خبردای ورکړ. د حکومتي ادارو پرته بله هېڅ اداره حق نلري چې د کرونا په اړه بندیز رفع کړي."

اغلې رسا وايي تر هغې چې کابیني دغه بندیز نه وي رفعه کړی د ودونو هوټلونه نشي کولی خپل فعالیت پیل کړي.

د کابل ښاروالۍ په باور، د ودنونو صالونونه د کرونا ویروس د خپرېدو یو لوی عامل دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څه باندې یوه میاشت مخکې (جون ۱۲) د ودونو صالونونه، تحصلیلي ادارې، پوهنتونونه، دینې مدرسې، وړکتونونه او ښوونځي د کرونا ویروس د دریمې څپې د پراخېدو له امله وتړل.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې په کرونا اخته ۶۰ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه وزارت خبرپاڼې کې چې نن خپره شوې راغلي دي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۸۶۶ شکمنو کسانو نه د کرونا معاينات اخیستل شوې چې ۱۲۱۰ مثبتې پېښې پکې پېژندل شوي دي."

پر دې بنسټ افغانستان کې د کرونا ویروس د عمومي پېښو شمېر ۱۳۷ زره او ۸۵۳ تنو ته ورسېده چې له دې ډلې ۵۹۸۳ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG