د لاس رسي وړ اتصالات

په دوبۍ کې د اوښانو لپاره عصري روغتون جوړ شوی


د اوښانو ځغاستې او د ښکلو اوښانو د انتخابولو نندارې د خلیج عربو د مهمو سرگرمیو څخه دي
د اوښانو ځغاستې او د ښکلو اوښانو د انتخابولو نندارې د خلیج عربو د مهمو سرگرمیو څخه دي

په دوبۍ کې د نژدې ١١ میلیون ډالرو په لگښت د اوښانو د درملنې یو نوی روغتون چې د عملیاتو په عصري وسایلو سمبال دی، پرانست شو.

اوښان د عربي نړۍ یو لرغونی کلتور او دود دی چې د پیړیو راهیسې ددې سیمې د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبوي. د اوښانو ځغاستې او د ښکلو اوښانو د انتخابولو نندارې د خلیج عربو د مهمو سرگرمیو څخه دي.

له دې سربیره د اوښانو د خرڅلاو له لارې په عربي هیوادونو کې هر کال په میلیونو ډالره معاملې کیږي.

د دغه نوي روغتون رئیس محمد البلوشي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې ددغه فرهنگي میراث ساتنه په دوبۍ کې ددې روغتون د جوړولو له هدفونو څخه ده او دغه روغتون د کفیت له نظره په نړۍ کې بیساری دی.

په دوبۍ کې د اوښانو د ځغاستې سیالي
په دوبۍ کې د اوښانو د ځغاستې سیالي

د نړۍ له گوټ گوټ نه وترنران په دې روغتون کې استخدام شوي دي او په یو وخت کې په دې روغتون کې د ٢٠ اوښانو درملنه کیدای شي.

دغه روغتون په مجهزو وسایلو سمبال دي چې اوښان له عملیاتو وروسته په اسانۍ سره له یو ځای نه بل ځای ته ولیږدول شي.

په دې روغتون د اکسرې او التراساوند په شان ساده تشخیصي معاینې له ۱۱۰ ډالرو نه پیل کیږي او جراحي عملیات یې له ١٠٠٠ ډالرو نه تر زرگونو ډالرو پورې لگښت لري.

XS
SM
MD
LG