د لاس رسي وړ اتصالات

شکایتونو کمېسیون: د رایو بیا شمېرل دې له ځنډ پرته پیل شي


Afghan election
Afghan election

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې د دغې ادارې د قانوني پرېکړو په اساس د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون باید په مشخص شویو محلونو کې له ځنډ پرته د رایو بیا شمیرل پیل کړي.

د دغه کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۷ (لړم ۱۶) خبریالانو ته وویل، چې د دوی د پرېکړو په اساس د دوه زره او ۱۱۸ محلونو رایې بیا شمیرلو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه: "د دغو محلونو لېست د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته استول شوی دی. د یواځینۍ قانوني مرجع په توګه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون فیصلې د عملي کېدو وړ دي او موږ په جدي ډول د هغو مرکزونو او محلونو چې په کې بیا شمیرنې ته اړتیا ده د فوري او عاجلو بیاشمیرنې غوښتونکي یو او له هغې پرته به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ولایتي رئیسانو سره قانوني چلند وشي".

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د معلوماتو په اساس د ۸۸ نورو محلونو رایې هم، چې په اړه یې د استیناف غوښتنه شوېبیا شمیرلو ته اړتیا لري او دغه راز، د ۲۶۵ نورو محلونو رایې باید په سیستم کې له داخل شویو رایو سره بیا وارزول شي.

همدا شان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ټینګار وکړ، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتایجو د اعلان نېټه، چې د لړم ۲۳مه ده، بیا و نه ځنډول شي.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر قاسم الیاسي وویل، چې د انتخاباتو د مهالویش ځنډول د قانون د نقضولو په معنی ده او ځینې وخت سرغړونه، تخطي او جرم ګڼل کېږي.

هغه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان نېټې ته په اشارې وویل: "که (دا نېټه) په همدې ډول نقض شي، د خلکو له نظره او د د شکایتونو د کمېسیون له نظره په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده".

ښاغلي الیاسي ټینګار وکړ، چې د انتخاباتو کمېسیون باید د درملوګ شرکت د راپور جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ټاکل شوې چې دا کمېسیون نن د رایو د بیاشمیرنې پروسې په اړه خپله وروستۍ پریکړه واوروي.

XS
SM
MD
LG