د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلنډ کې د انګلنډ د کرکټ لوبغاړي سره د نژادي تعصب پیښه


جوفرا آرچر
جوفرا آرچر

د نیوزیلنډ د کرکټ چارواکو ویلي دي چې له انګلنډ سره په دویمه لوبه کې یې د توپ اچونکي جوفرا آرچر لپاره امنیتي تدابیر سخت کړیدي.

د جوفرا آرچر د حفاظت لپاره دغه اقدامات د هغې نه وروسته شویدي چې د انګلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د نیوزلنډ په ماونټ مونگني کې د ټسټ د لومړۍ لوبې پر مهال د لوبې ننداره کوونکو هغه ته نژادې خبرې وکړې.

جوفرا ارچر د ویسټ انډیز دی تور پوستکی لوبغاړی دی چې دا انګلنډ په ملي ټیم کې لوبیږي. دی دا مهال د انګلنډ د کرکټ لومړنی تورپوستی لوبغاړی دی.

د نیوریلنډ کپتان کاین ویلمیسین د لوبې د کتونکو دغه چلند په سختو ټکو غندلی دی. لا معلومه نه ده چې آرچر ته څه ډول نژادې او له تعصبه ډکې خبرې شوي دي.

د نیوزیلنډ کرکټ بورډ وایي چې د دغې پیښې په اړه یې پولیس خبر کړیدی او د امنیتي کامرو په مرستې یې هغه کس چې نژادي تعصب یې کړی، د کرکټ میدان ته یې د هغه په داخلې بندیز لگولی دی.

آرچر په یو ټویټ کې وویل چې هغه د نژادي تعصب دغه پیښې اندیښمن کړیدی. هغه ولیکل: "یو څه خواشینی یم چې د خپل ټیم لپاره د لوبې پر مهال راسره نژادي تعصب وشو. لوبې ته راتلونکي ټول کسان ډیر ښه و خو پرته د دغه یو کس."

آرچر وایي چې دغه پیښه هغه وخت وشوه چې هغه د خپل ټیم لپاره په ٣٠ منډو د سوځیدو نه وروسته پویلین ته روان و.

XS
SM
MD
LG