د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په جنوب کې یرغمل نیونه پای ته ورسیده


پولیس وایي په پیښه کې په لسگونو کسان ټپي شوي دي

د فرانسې پولیس وایي د فرانسې په جنوب کې یرغمل نیونه د بریدگر په وژل کیدو پای ته ورسیده.

د فرانسې امنیتي مقماتو ویلي دي چې پدې پیښه کې څلور تنه وژل شوي دي او ټول هغه کسان چې بریدگر یرغمل کړي وو ازاد شوي دي.

د جمعې په ورځ یو وسله وال شخص چې مراکشي الاصله او شاوخوا ٢٥ کلن و د فرانسې په جنوب لویدیځ تربس ښار کې یې په یو سوپر مارکیټ کې یو شمیر کسان پداسې حال کې یرغمل ونیول چې د "الله اکبر" نارې یې وهلې.

د رسنیو رپوټونه وایي چې دغه وسله وال شخص د اسلامي دولت د ډلې یا داعش ته بیعت کړی و.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه ١٢ زکسان پدې پیښه کې ټپیان شوي هم دي.

دغه حمله د بلجیم د دوه کاله دمخه حملې د کلیزې په وخت کیږي خو تر اوسه دا نده څرگنده شوې چې دغه برید د هغې حملې سره اړیکه لري او که نه.

په هغه برید کې چې د ۱۳۹۵ کال د حمل په درییمه وشو د داعش غړو د بروکسل په هوایي ډگر کې درې چاودنې او یوه چاودنه د بروکسل ښار د موټرو په یو تم ځای کې وکړې چې ٣۴ کسان په کې وژل شوي وو او ١٣٦ نور ټپیان شوي وو.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې پدې وروستیو کلونو کې په څو اروپایي هیوادونو لکه فرانسه، بلجیم او بریتانیا کې د څو مرگونو بریدونو مسولیت منلی دی چې په نتیجه کې یې په سلگونو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG