د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه افغانستان سره ۵۳۵ ملیون ډالره مرسته کوي


اروپایي ټولنې دغه مرستې د افغانستان د زیربناوو دپېاوړي کولو لپاره د ژنیو په غونډې کې اعلان کړې.

نیوین میمیکا، د مرستې او نړیوال پرمختګ لپاره د اروپا د اتحادیې کمیشنر د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرست وزیر سره د اړوند قرارداد د امضا کولو پر مهال وویل چې دغه مرستې د افغانستان د ثبات په برخه کې د اروپا د اتحادیي ملاتړ ښيي.

هغه وویل”د اروپا د اتحادیې نوې مرستې به افغانستان سره د دې هیواد امنیتي ستونزو ته د لاسرسۍ په برخه کې مرسته وکړي . ددې مرستو په برکت به یو باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان رامنځ ته شي.”

ټاکل شوېده چې دغه پیسې به د اصلاحاتو، د عدلي او قضايي برخو د غښتلتیا، روغتیا، کډوالو سره د مرستې او ټاکنو په برخه کې مصرف شي.


د اروپایي اتحاديې سربیره، آسیایي پرمختیایي بانک هم افغانستان سره د دوو ملیارد ډالرو د مرستو اعلان کړی چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره به وکارول شي.

په دغه غونډه کې د نړیوالې ټولنې او بیلابیلو مرستنیدویو ټولنو د استازیو په ګډون د افغان حکومت استازیو هم گډون کړی و.

دغه غونډه دافغان حکومت د لاسته راوړنو د ارزولو په موخه د ۲۰۱۶ کال د بروکسل له غونډې نهوروسته جوړه شوې ده.

د افغانستان د دولت لخوا د دولتي هیئات سربیره، د مدني ټولنې غړیو هم په دې غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خپلې اندیښنې او او ارزونی د نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې.

XS
SM
MD
LG