د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د موټر په یوه حمله کې درې تنه وژل شوي او ٣٠ ټپیان دي


د جرمني په مونستر ښار کې د یو میني بس چلونکي خپل موټر پر پلیو خلکو وروست او د پولیسو په وینا لږ تر لږه درې تنه یې ووژل او شاوخوا ٣٠ نور یې ټپیان کړل.

ددې پیښې په غبرگون کې د جرمني پولیسو نن شنبې له غرمې مخکې په خپل ټویټر کې له خلکو غوښتي وو چې د مونستر ښار تاریخي سیمو ته لاړ نشي

د جرمني پولیسو ددې هیواد خبري اژانس ډي پي ای ته ویلي چې موټر چلونکي هم ځان وژلی دی.

د رسنیو رپوټونه وایي چې په پیښه کې درې تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي. خو دمخه ویل شوي وو چې پدې پیښه کې شاوخوا ٣٠ تنه ټپپیان شوي دي.

د جرمني پولیس وایي ددې امکان شته چې دا یو ترهگریز برید وي. په برید کې د وژل شویو کسانو بشپړه شمیره لا پوره نده معلومه.

د رویترز اژانس وایي مخکنۍ دا ډول پیښه په ٢٠١٦ کې د جرمني په پلازمینه برلین کې وه چې یوه لارې پر پیاده خلکو ورختلې وه او ١٢ تنه یې وژلي وو.

دغه پیښه په تاریخي ښار مونستر کې په "کیپینکارل پوب" کې شوې چې د محل د اوسیدونکو او سیلانیانو د راټولیدو مشهور ځای دی.

د مونستر ښار ٣٠٠ زره نفوس لري او د جرمني په شمال لویدیځ کې په نارت راین ویسپالیه ایالت کې کې پروت دی.

په اروپا کې مرگونو او ترهگریزو پیښو ته لنډه کتنه:

د جرمني د مونستر د پیښې څخه مخکې د ٢٠١٨ کال د مارچ په ٢٣ یو وسله وال شخص د فرانسې په جنوب لویدیځ کې په یو سوپر مارکیټ کې خلک یرغمل کړل او په داسې حال کې چې د "الله اکبر" نارې وهلې درې تنه یې ووژل او بیا یې ځان هم وواژه.

٢٠١٧ د اگست ١٧ – په د اسپانیې په بارسولونا کې یو میني بس د خلکو پر گڼه گوڼه وروخوت ١٣ تنه یې ووژل.

٢٠١٧ د جون ٣ – درې بریدگرو یو میني بس موټر د لندن بریج په سیمه کې پر پیاده کسانو وروخیژاوه ٨ کسه یې ووژل او ۴٨ یې ټپیان کړل. داعش یې مسولیت ومانه.

٢٠١٧ د می ٢٢ – یو ځان وژونکي په مانچستر کې په یو بمي برید کې د امریکایي سندرغاړې اریانا گراندي د کنسرت وروسته ٢٢ ماشومان او تنکي ځوانان ووژل او ٥٩ یې ټپیان کړل.

٢٠١٧ د اپریل ٧ – د ستاکهلم ښار په یو بازار کې یو لارې چلونکي پر پلیو کسانو خپل موټر وربوته پنځه تنه یې ووژل او ١٥ یې ټپیان کړل. پولیسو وویل چې دا یو ترهگریز برید و.

٢٠١٧ د مارچ ٢٢ – د بریتانیا پارلمان ته نژدې د ویست منیستر بریج په سیمه کې وروسته له دې چې خپل موټر یې پر پلیو کسانو وروخیژاوه بیا یې یو پولیس په چاقو وواژه، پدې پیښه کې شپږ کسه ووژل شول او ٢٠ ټپیان شول. پولیس وایي دا یو تروریستي برید و.

٢٠١٦ د دسامبر ١٩ – د جرمني په پلازمینه برلین کې یو بریدگر خپله لارۍ د کرسمیس په بازار کې د خلکو پر گڼه گوڼه وروستله ١٢ کسه یې ووژل او ۴٨ یې ټپیان کړل. مقاماتو دا یو تروریستي برید وگاڼه.

٢٠١٦ د جولای ٢٦ - دوه بریدگرو یو عیسوي کشیش د فرانسې په شمال کې په تیغ وواژه او یو بل تن یې په یوه کلیساه کې یرغمل او ټپي کړ. د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند ویلي وو چې دغه دواړو بریدگرو داعش ته بیعت کړی و. ترهگر د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG