د لاس رسي وړ اتصالات

غني وايي باید د پاکستان او طالبانو روابط روښانه شي


د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي، چې د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي هم بحث وشي.

ښاغلي غني، د یکشنبې په ورځ (کب/حوت ۱۹مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او وې ویل، سره له دې چې د سولې په مذاکراتو کې د تروریستي شبکو د اړیکې په اړه تر یوه بریده بحثونه شوي دي، خو ټینګار یې وکړ، چې د "حرام اقتصاد له شبکو سره اړیکې" څه وخت تر بحث لاندې نیول کیږي.

جمهور رئيس غني وویل "د خپلو نړیوالو همکارانو قدردانی کوو، چې زموږ په غوښتنه راغلل او هغه څه چې خلکو فکر کوه د بحث وړ نه دي هغه مو عملي کړل، دلیل یې دا وو، چې موږ غوښتل په وضاحت سره ووایو چې د بهرنیو ځواکونو حضور د بحث وړ دی، خو پوښتنه داده چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې کله تر بحث لاندې نیول کیږي؟".

ښاغلی غني له پاکستان سره د طالبانو "د پردې ترشا، مبهمو او تیارو" اړیکو د روښانه کېدو غوښتنه وکړه، ځکه چې د هغه پر وینا افغانان د سولې په خبرو کې داسې تضمین غواړي، چې په افغانستان کې د سراسري امنیت لامل شي.

جمهور رئیس غني په داسې حال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه انتقاد کړی، چې امریکايي او طالب چارواکي له دوه اونیو راهیسې په قطر کې د افغان سولې په تړاو د بندو دروازو ترشا پر بحثونو بوخت دي.

ښاغلي غني دغه راز ټینګار وکړ، چې تلپاتې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په دې برخه کې به یواځې افغانان تصمیم نیسي.

هغه زیاته کړه، که په دغو خبرو کې د افغانانو یوه ډله هم حضور ونلري، دا مذاکرات به د تلپاتې سولې لامل نه شي.

XS
SM
MD
LG