د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کرکټ بورډ په چارو کې مداخله مکوئ


ولسمشر خبرداری ورکړی که هر چا د بورډ په چارو کې لاسوهنه وکړه، قانوني چلند به ورسره وشي
ولسمشر خبرداری ورکړی که هر چا د بورډ په چارو کې لاسوهنه وکړه، قانوني چلند به ورسره وشي

ولسمشر محمداشرف غني په یو تازه فرمان کې ویلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ خپلواک دی او په چارو کې یې لاس‌ وهونکي به له قانوني چلند سره مخامخ شي.

په دغه فرمان کې راغلي چې کرکټ بورډ د ورزشي فعالیتونو په برخه کې یوه خپلواکه اداره ده او د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو په اساس کارونه مخ ته وړي.

دغه راز فرمان کې ویل شوي "هیڅ اداره یا شخص حق نه لري چې د کرکټ بورډ په چارو او ددې ادارې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم په برخه کې لاسوهنه" وکړي.

ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې که هر چا د بورډ په چارو کې لاسوهنه وکړه، له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي دا اقدام د ورزشي چارو د لا انسجام او د کرکټ بورډ په اداره کې د مداخلې د مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.

جمهوري ریاست د کرکټ په نړیوالې شورا کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ملي ویاړ ګڼلی او ویلي یې دي، چې افغانستان د کرکټ په ډګر کې د پام وړ پرمختګونو له امله دغه ویاړ ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG