د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني جګړې کې شاوخوا ۱۳۰ سرتېري او ملکیان وژل شوي- دفاع وزیر


د تیرې جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو د غزني پر ښار له څوو اړخونو ډله‌ییز بریدونه وکړل او د ښار ځینې سیمې یې ونیولې.
د تیرې جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو د غزني پر ښار له څوو اړخونو ډله‌ییز بریدونه وکړل او د ښار ځینې سیمې یې ونیولې.

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي چې د غزني په څلور ورځنۍ جګړې کې شاوخوا ۱۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ښاغلي بهرامي د دوشنبې په ورځ ( اګست۱۳) په کابل کې خبریالانو ته د غزني د وضعیت په اړه د تازه معلومات ورکولو پر مهال دا هم وویل چې روان جنګ کې شاوخوا ۳۰ ملکي کسان هم وژل شوي دي.

لا معلومات نشته چې دا ملکيان د طالبانو که د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه، چې د غزني په جګړه کې ۱۹۴ طالبان هم وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

بېړنۍ مرستې

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، چې په غزني کې د جګړې د ودرېدو پر وخت یې، د غزني ولایتي روغتون ته بیړنۍ روغتیايي مرستې او تیل رسولي دي.

دغې کمیټې په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دغو بیړنیو مرستو کې د سلو کسانو لپاره د ټپونو د پانسمان مواد او درمل شامل دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په غزني کې د ترینګلي بشري وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په غزني کې د جګړو له امله د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

د اوچا مسول داکتر پیپر کورن ویلي، لا هم په غزني کې جګړه دوام لري او په جګړه کې ټپي شوي ملکي کسان او د دغه ښار یو شمیر اوسیدونکي هڅه کوي چې خوندي سیمو ته پناه یوسي.

د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي "اکثره کورنۍ په خپلو کورنو کې پناه اخیستې ده او نشي کولی چې خپل کورونه پریږدي، ځکه چې اکثره لارې ناامنې او له ګواښونو ډکې دي".

دغه بشري بنسټ د غزني د جګړې له ښکیلو خواو څخه غوښتي، چې د ملکي خلکو خوندیتوب او د عام‌المنفعه ځایونو ساتنې ته درناوی وکړي او په دې برخه کې نړیوال بشري قوانین رعایت کړي.

غزني ته د نورو ځواکونو د لیږلو پریکړه

د افغانستا ولسمشر محمداشرف غني تیره شپه د اعلی سرقومندانۍ په بيړنۍ غونډه کې د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي او دغه ولایت ته یې د زیاتو ملاتړو ځواکونو د لیږلو پریکړه کړې.

ولسمشر غني په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي، چې په دغې غونډه کې یې د غزني له والي، د تندر قول اردو له قومندان، د غزني له امنيه قومندان او د ملي امنیت له رئیس سره د غزني ښار د امنیتي وضعیت په اړه "تفصيلي خبرې کړي او د دغه ولايت او د غزني ښار د نظامي او بشري وضعیت په هکله یې د دوی صادقانه او تفصيلي" معلومات اوریدلي دي.

ښاغلي غني ویلي "د دښمن د يرغل پر وړاندې مې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستايلې او د دغه معلوماتو په رڼا کې مې غزني ولايت ته د لازياتو حمایوي ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به دغه ولايت ته ورسېږي".

د تیرې جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو د غزني پر ښار له څوو اړخونو ډله‌ییز بریدونه وکړل او د ښار ځینې سیمې یې ونیولې.

د افغانستان ولسمشر د غزني ولایت له چارواکو سره په داسې حال کې خبرې کړي او هلته یې د تازه دمو ځواکونو د لیږلو پریکړه کړې، چې له دغه ولایت سره هر ډول ټیلیفوني اړیکې پرې شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت د غزني پر ښار او یو شمیر نورو سیمو باندې د هوايي بمباریو خبر وکړی او ادعا یې کړې، چې په دغو بمباریو کې ۷۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د دوشنبې په ورځ د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍد نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې په دغې ولسوالۍ کې یې افغان ځواکونو ته مرک‌ژوبله اړولې ده.

افغان حکومت تر اوسه دغه خبر نه دی تائید کړی.

XS
SM
MD
LG