د لاس رسي وړ اتصالات

ایا د استانبول ایا صوفیه کلیسا بیا په جومات بدلیږي؟


دا ودانۍ د بزنتین امپراتورۍ په وخت کې جوړه شوې وه او کلیسا وه
دا ودانۍ د بزنتین امپراتورۍ په وخت کې جوړه شوې وه او کلیسا وه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه (چنګاښ ۲۰/جولای۱۰) اعلان وکړ چې ایا صوفیه چې د نړۍ د معمارۍ یوه بېسارې ودانۍ بلل ګیږي له دې وروسته به د مسلمانانو عبادت کوونکو پر مخ خلاصه شي.

یوې ترکۍ محکمې حکم وکړ چې د شپږمې زېږدیزې پېړۍ دغه کلیسا چې د بیزانس امپراتورۍ پورې اړه لري، د موزیم پر ځای دې ترې جومات جوړ شي تر څو مسلمانان ترې ګټه واخلي.

دغه اقدام یونان کې د مسیحیانو غوصه را پارولې ده.

ایا صوفیه استانبول کې د یونسکو روزنیز مرکز هم دی. دا ښکلې ودانۍ د بزنتین امپراتورۍ په وخت کې جوړه او د یو کلیسا په توګه کارېدله.

خو په ۱۴۵۳ زېږدی کال کله چې فسطنطنیه (نننی استانبول) د عثماني امپراتورۍ له خوا فتح شوه نو د یو جومات په توګه ترې کار اخیستل کېده.

ترکیې کې ایالتي شورا چې د دغه هېواد په محکمو کې تر ټولو واکمنه اداري محکمه ده په اکثریتو رایو، پخوانۍ پرېکړه چې په ۱۹۳۴ کې د ترکیې کابینې له خوا شوې وه رد کړه او وې ویل چې د ایا صوفیا د ملکیت سند د یو جومات په توګه په رسمیت پېژني.

د اردوغان دغه اقدام به نه یوازې د یونان کرکه چې د ترکیې تاریخي دوښمن بلل کیږي راوپاروي بلکی د روسیې سره ترینګلتیا به هم له ځانه سره ولري.

یونان د ترکیې دغه اقدام "د یو متمدنې نړۍ پر ضد ښکاره دوښمني" بللې او ویلي یې دي چې دې کار ترکیه شپږ پېړۍ وروسته واچوله.

د روسیې ارتودوکس کلیسا ویلي چې "د میلیونونو میسحیانو غږ وانه ورېدل شو."

یونسکو پرون سهار ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له ایا صوفیه نه جومات جوړ نه کړي او د خبرو اترو له لارې روغې جوړې ته ورسیږي.

ایا صوفیه له ۱۹۳۵ نه د ټولو دینونو لارویانو د موزیم په توګه کارېده.

XS
SM
MD
LG