د لاس رسي وړ اتصالات

د هاګ څارنوالې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څیړلو غوښتنه کړې


هالند کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) ودانۍ
هالند کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) ودانۍ

د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) یوې څارنوالې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره د دغې محکمې له قاضیانو څخه د اجازې اخیستلو غوښتنه کړې ده.

څارنوالې فاتو بنسودا په یو بیان کې ویلي، نوموړې به د هغو جنګي او بشریت ضد جنایتونو قضیو په اړه څیړنې وکړي، چې د ادعاو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال د مې له میاشتې راپه دېخوا ترسره شوې دي.

آغلې بنسودا وايي، له لومړنیو څیړنو وروسته داسې بریښي، چې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له دننه کیدو وروسته، ښايي "په افغانستان کې جنګي او د بشریت ضد جرمونه" ترسره شوي وي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه څارنواله وايي "د افغانستان خلک له لسیزو راهیسې، جګړې او وسله‌والې نښتې تجربه کړي. د دغه وضعیت له لومړنيو دقیقو څیړنو وروسته زه دې نتیجې ته رسیدلې یم، چې د روم د تړون له مخې، چې [پر بنسټ یې دغه محکمه جوړه شوې ده] د یوې څیړنې ترسره کولو لپاره ټول د اړتیا وړ قانوني معیارونه شته دي".

وروسته له هغې، چې دغې څارنوالۍ د جرمونو نړیوالې محکمې ته د څیړنو د پیل وړاندیز کړی، اوس دغې محکمې پورې اړه لري، چې د دغه راز څیړنو د ترسره کولو اجازه ورکوي او که نه.

آغلې بنسودا تیر کال په یو رپوټ کې ویلي وو، امریکايي ځواکونو او د دغه هیواد د څارګرې ادارې مامورینو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ زندانیانو ته د شکنجې په ورکولو سره، ممکن جنګي جرمونه ترسره کړي وي.

د جرمونو نړیوالې محکمې دغې څارنوالې ټینګار کړی، که وړاندیز یې ومنل شي نو خپلې څیړنې به د هغو ادعاو په اړه، چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو غاړو د جنایتونو په تړاو شوې دي، په خپلواکه او بې‌پرې توګه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG