د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ټاکنو کمیسیون دفتر بیرته پرانیستل شو


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې له شاوخوا دوه اونیو وروسته د دغه کمیسیون دروازه د شنبې په ورځ (وږي ۳) بیرته پرانیستل شوه.

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرسیتال ذبیح‌ سادات امریکا غږ – اشنا ته وویل، چې د دغه کمیسیون همکاران نن دفتر راغلي او خپل کار یې پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه "نن سهار امنیتي ځواکونو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر له دروازو څخه د معترضینو څادرونه او خیمې ورټولې کړلې، نن زموږ همکاران خپلو کارونو ته راګرځیدلي دي".

د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه د افغانستان د ولسي جرګې غړي مولوي تره‌خیل محمدي لسګونو پلویانو، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له خوا د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي لیست څخه د ښاغلي محمدي د نوم د لرې کولو په غبرګون د ټاکنو د کمیسیون مخې ته د پرلت خیمه ودروله او ددغه کمیسیون دروازې یې وتړلې.

د ښاغلي سادات پر وینا، په دې موده کې چې د ټاکنو د کمیسیون دروازې بندې وې، د هغوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

د کابل سربیره په اتو نورو ولایتونو ننګرهار، بدخشان، کنړ، تخار، بغلان، کندز، لوګر او پکتیا کې هم د حذف شویو نوماندانو پلویانو د ټاکنو کمیسیون سیمه‌ییز دفترونه تړلي و.

ښاغلی سادات زیاته کړه، چې په لوګر او کندز ولایتونو کې هم د ټاکنو کمیسیون دفترونه بیرته پرانیستل شوي، خو په شپږو ولایتونو کې د دغه کمیسیون دفترونه لا هم تړلي دي.

هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې په خپل وخت د ټاکنیزو چارو د ترسره کولو لپاره، په پاتې ولایتونو کې هم د ټاکنو کمیسیون دفترونه پرانیزي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا – ته وویل، تیره شپه ناوخته افغان امنیتي ځواکونو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته د اعتراض کوونکو خیمې ورټولې او هغوی یې له سیمې څخه وشړل.

XS
SM
MD
LG