د لاس رسي وړ اتصالات

صیاد: څه باندې ۶.۲ میلیون رایې ورکوونکو د ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ۶ میلیون او ۲۶۹ زره او ۷۶۴ رایې ورکوونکو نوم‌لیکنه کړې ده.

د دغه کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، دغه شمیر رایې ورکوونکي چې څه باندې ۲ میلیونه ښځې هم په کې شاملې دي، د رایې‌ ورکوونکو د نوم‌لیکنې د بهیر له پیل څخه تر دې مهاله ثبت شوي دي.

هغه وویل "په دې کې ۴ میلیونه او ۳۲ زره نارینه شامل دي او ۲ میلیونه او ۱۱۸ زره یې ښځې دي او ۱۱۹ زره او ۲۴۳ کوچیان او ۵۲۱ سیکان او هنود دي".

د ټاکنو کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵مه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه پیل کړه، چې بیا دا بهیر د غوايي په ۲۵مه د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته او د غبرګولي په ۱۹مه کلیو او بانډو ته هم پراخه شوه.

ښاغلي صیاد وویل، چې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر پای ته رسیدلې خو په کلیو او بانډو کې به دغه بهیر د چنګاښ میاشتې تر ۱۳مې دوام وکړي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر دغه راز وویل، چې د غبرګولي میاشتې له پنځمې څخه تر ۲۲مې پورې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې په بهیر کې ۲۳۹۶ کسانو ولسي جرګې او ۳۰۵۸ نور د ولسوالیو شوراګانو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

ښاغلي صیاد زیاته کړه، د نوماندانو د نوم‌لیکنې په بهیر کې د ښځو ګډون خورا کم وو، چې پر وینا یې د ولسي جرګې لپاره ۳۸۱ او ولسوالیو شوراګانو لپاره ۲۰۷ ښځو ځانونه نوماند کړي دي.

د ښاغلي صیاد پر وینا، د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر تیره ورځ پای ته رسیدلې خو د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو د ثبت لړۍ نورو دوو ورځو ته غځول شوې ده.

د ټاکنو کمیسیون رئیس وویل، د هغو نوماندانو اسناد تر اوسه ثبت شوي نه دي، چې تیره ورځ له غرمې وروسته یې نوم‌لیکنه کړې او ښايي د احتمالي نوماندانو دغه شمیره بدلون ومومي.

د ټاکنو د مهالویش له مخې، ټاکل شوې چې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو وروستی نوم‌لړ د چنګاښ میاشتې په اومه نیټه اعلان شي.

د دغه مهالویش پر بنسټ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG