د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون د ابتدايي نتایجو د لست په جوړولو کار پیل کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ (لړم/عقرب ۲) د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د رایو د ډلبندۍ او د ابتدايي نتایجو د لست چمتو کولو لپاره یو ځانګړی مرکز پرانیست.

د انتخاباتو د کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دغه مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایې شمیرلو لړۍ د رایې ورکولو په مرکزونو کې پای ته رسیدلې او د انتخاباتو اړوند ټول حساس توکي له ولسوالیو څخه د ولایتونو مرکزونو ته رسیدلي دي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه "د دوو ولایتونو (مواد) چې هغه د پنجشیر او پروان ولایتونه دي، کابل ته رارسیدلي دي او نور مواد به هم د امنیتي ارګانونو په همکارۍ، په مصونیت سره ټول مرکز ته انتقالیږي، نن چې کومه افتتاح وشوه، په دې کې د کابل د ولایت پیل به کیږي".

د انتخاباتو د کمیسیون رئیس وویل، په دغه مرکز کې د مسلکلي کارکوونکو له خوا ټولې رایې سیستم ته پورته کیږي چې له مخې به یې "تورې او رڼې رایې" سره جلا شي او هغه رایې چې په غیرقانوني توګه په صندوقونو کې اچول شي، ټولې به باطلې اعلان کړي.

د ښاغلي صیاد پر وینا، د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ کې شاوخوا ۴ میلیونه افغانانو رایه ورکړې ده. هغه زیاته کړه، کومې رایې چې په دویمه ورځ په صندوقونو کې اچول شوي لا تر اوسه یې شمیر څرګند شوی نه دی.

د انتخاباتو کمیسیون په پام کې لري، چې د لړم تر ۱۹مه د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدایي نتایج اعلان کړي.

د دغه کمیسیون رئیس له ټولو کاندیدانو څخه وغوښتل، چې د کمیسیون پریکړو ته درناوی وکړي او د رایې د شمیرلو نتایج په ورین تندي ومني.

ښاغلي صیاد دغه راز ډاډ ورکړ، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ټولو هغو سرغړونو او ستونزو ته به رسیدګي وشي، چې له امله یې د افغانستان خلک، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې اندیښنې لري.

XS
SM
MD
LG