د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش بهرني او افغان غړي حکومت ته تسلیم شول- چارواکي


چارواکي وایي د داعش دغه غړي په ننګرهار کې د حکومت پر ضد جنګېدل
چارواکي وایي د داعش دغه غړي په ننګرهار کې د حکومت پر ضد جنګېدل

په ننګرهار کې چارواکي وایي د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۱۸ غړي له مېرمنو او ماشومانو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شوي.

د ننګرهار ملي امنیت په ریاست کې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۲۴) رسنیو ته هغه ۱۸ کسان وښودل شول چې افغان چارواکي یې د داعش غړي بولي. په دوی کې یې درې "د اردن دي".

چارواکي وايي له دغو داعش وسله والو سره ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان هم دي چې په مېرمنو کې هم "درې د اردون" دي، خو مېرمنې او ماشومان رسنیو ته ونه ښودل شول.

د ننګرهار والي وايي دغو وسله والو د ننګرهار په هسکه مېنه، اچین، بټي کوټ او غني خېلو ولسوالیو کې فعالیت کاوه او له خپلو کورنیو سره هلته اوسېدل، خو د حکومتي عملیاتو په پایله کې پرې ساحه راتنګه شوه او اړ شول چې ځانونه حکومتي ځواکونو ته وسپاري.

په تسلیم شویو وسله والو کې د "اردن اوسېدونکی احمد زاید" هم و.

هغه خبریالانو ته وویل "له خپلې مېرمنې سره د ترکيې او ایران له لارې افغانستان ته راغلی او د باندر دره کې اوسېدل."

په تسلیم شویو وسله والو د کونړ ولایت اوسېدونکی عبد المالک هم شته دی چې له خپل ورور او څلورو ملګرو سره دوه کاله مخکې د داعش لیکو ته ورغلی دی.

هغه وايي "د کومې موخې لپاره چې د داعش لیکو ته ورغلي وو، هلته یې داسې څه احساس نه کړل، ځکه یې لارې بدلې کړې."

په دوی کې یې شپږ طالب وسله وال هم دي چې د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو کې فعال وو. طالبانو یا داعش ډلې د دغو تسلیم شویو کورنیو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ننګرهار چارواکي وايي داعش ډلې د غړو تسلیمۍ ځکه توندې شوي چې د ننګرهار په اچین، هسکه مېنه او نورو ولسوالیو کې دغه ډله سخته ځپل شوې ده پر وړاندې یې لا هم عملیات روان دي.

داعش په لومړي ځل د ننګرهار په شینوارو کې رادبره شو او هلته بریدونه وکړل. دوی یو وارې یو شمېر قومي مشران په بمونو کینول او ووژل. افغان حکومت وايي د دوی پر ضد قوي عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG