د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو


د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې تېره شپه د هوایي بریدونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر سعد ارهابي د لس نورو مهمو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.

نوموړی وايي، په دې هوایي برید کې د داعش د سپکو او درنو وسلو دوه قرارګاوې، مهمات او ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي هم له‌منځه وړل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو ویاند مارتین اودونیل تائید کړه چې د اگست په ٢٥ د ننگرهار په خوگیاڼو ولسوالۍ کې د داعش په مشرانو باندې د ترهگرۍ ضد عملیات شوي دي.

ښاغلي اودونیل د امریکا غږ د یو ایمیل په ځواب کې ویلي دي چې دغه ډول عملیات د افغانستان واقعي دښمنان چې امریکا ته هم گواښ پیښوي په نښه کوي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي هم د افغانستان لپاره د داعش د ډلې مشر وژل کیدل تائید کړي دي.

ښاغلي مرتضوي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په ننګرهار کې د ابوسعید وژل، د تروریزم پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت د غوڅ دریځ ښکارندويي کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دا هم ویلي، چې داعش په افغانستان کې له سختو ګوزارونو سره مخامخ شوی دی.

سعد ارهابي د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ایجنسۍ اوسېدونکی وو.

د ننګرهار د ملي امنیت ادارې یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې وژل شوی دی.

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو اوسېدونکي جان اغا امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو د جلال‌آباد ښار له هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر څخه، چې اوس په کې بهرني ځواکونه مېشت دي، د لویو توپونو ‌‌‌‌‌‌ډزې هم شوي.

د هغه پر وینا د توپونو مرمۍ د خوږیاڼو ولسوالۍ په لرې منطقو لګېدلې دي او ممکن همدغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې رهبر او غړي وژل شوي وي.

حکومتي چارواکي په داسې حال کې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشر د وژنې ادعا کوي، چې د ملي امنیت د معلوماتو په اساس وسله والو طالبانو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې له داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د جګړې لپاره په تیارۍ لګیا وو.

XS
SM
MD
LG