د لاس رسي وړ اتصالات

ادریس زمان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

ښاغلی زمان وروسته له هغې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی، چې د روانې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د بهرنیو چارو پخواني سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني له خپلې دندې استعفی ورکړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، د ښاغلي زمان د ګومارنۍ خبر د چهارشنبې په ورځ (لړم/عقرب ۸)په خپل ټویټر پاڼه کې خپور کړی دی.

ښاغلي صدیقي لیکلي، چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ته د نوي وزیر تر معرفي کېدو پورې، ښاغلی زمان د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د پخواني سرپرست او د جمعیت ګوند مشر صلاح‌الدین رباني اړیکې له ولسمشر غني سره هاغسې چې په کار و، ښې نه وې.

ښاغلي رباني په خپل استعفی لیک کې ویلي و: "اوس چې د ملي وحدت د حکومت کاري موده ختمه شوې او په اوسنیو حساسو شرایطو کې تر بل هر وخت پیوستون او نژدیوالي ته ډېر ضرورت دی، د هغوی له لوري، چې د دولت سازۍ ادعا لري، په بېلابېلو ډولونو د دولتي ادارو تخریب د پټولو او منلو نه دی."

خو د افغانستان جمهوري ریاست دا ادعاوې رد کړي دي.

د ښاغلي رباني له استعفی وروسته، د ولسمشر غني سلاکار شاه حُسین مرتضوي وویل، چې صلاح‌الدین رباني د افغان حکومت د ګټو پر ځای د جمعیت ګوند ګټو ته لومړیتوب ورکړی و.

XS
SM
MD
LG