د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا یوه الوتکه لویدلې لسګونه کسان مړه شوي


تر دې مخکې هم د اندونیزیا یوه بله اولوتکه غورځېدلې وه او یو شمېر کسان په کې مړه شوي وو.
تر دې مخکې هم د اندونیزیا یوه بله اولوتکه غورځېدلې وه او یو شمېر کسان په کې مړه شوي وو.

د اندونیزیا یوه مساپر وړونکې الوتکه سمندر ته لویدلې او احتمال شته چې ټول ۱۸۹ سپاره پکې مړه شوي وي.

دا پیښه د اندونیزیا هوایي شرکت ته غټه ضربه بلل کیږي ځکه چې څه موده وړاندې اروپایي اتحاد او امریکا پرې لګیدلی بندیز لیرې کړل.

د ژغورنې او لټون عمله لا هم لګیا دي د ژوندي پاتې شویو کسانو پسې ګرځي، خو چارواکي وایي د ځینو کسانو مړي چې هغوي پیدا کړي دا ترې معلومیږي چې ښایي هیڅوک به هم ژوندي نه وي پاتې.

د لټون په عملیاتو کې شاوخوا درې سوه عسکر، پولیس او کب نیونکو ګډون لري.

د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو وډوډو د خلکو نه غوښتي دي چې د الوتکو مساپرینو ته دې دعا وکړي.

د هوایي چلند مسؤلین وایي چې دې الوتکې مخکې هم تخنیکي عوارض درلودل خو د دې سفر لپاره ورته اجازه ورکړل شوې وه او مخکنۍ تخنیکي ستونزې یې هم حل شوې وې.په رپوټونو کې ویل شوي چې په الوتکې کې ټول سپاره د اندونیزیا خلک وو او پیلوټان یې د هند او ایټیالیا اوسیدونکي وو.

لا د دغې الوتکې د لویدو علت معلوم نه دی. تر دې مخکې هم د اندونیزیا یوه بله اولوتکه غورځېدلې وه او یو شمېر کسان په کې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG