د لاس رسي وړ اتصالات

سمندر کې ۴٩ ورځې سرگردانه اندونیزیایي کب نیونکی وژغورل شو


اندونیزیایي کب نیوکی ځوان چې په خپلې کوچنۍ بېړۍ کې یې د سمندر په اوبو کې لاره ورکه کړې وه، له ۴٩ ورځو سرگردانۍ وروسته وژغورل شو.

الدي نوویل ادیلانگ د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې د خواړو زیرمه او اذوقه یې په یوه اونۍ کې ختمه شوې وه او شپږ نورې اونۍ یې په خپلو کالیو باندې د سمندر د اوبو په فلتر کولو او د ماهي په ښکار کولو او خوړولو تیرې کړي دي.

دغه ځوان د کب نیولو یو شرکت ته کار کاوه او دنده یې درلوده چې په اونۍ کې یو ځل د کب نیونکو خواړه انتقال کړي، خو د جولای د میباشتې په ١۴ سخت باد د هغه بېړۍ نامعلومې لورې ته یوړه.

١٨ کلن ادیلانگ، ویلي دي چې پدغه موده کې یې په وار وار په سمندر کې تیریدونکو کښتیو ته په هغه کوچني څراغ اشارې کولې چې له ځانه سره یې درلود او بالاخره یو چا ولید او یوه کښتۍ د هغه ژغورلو ته ورغله.

د جاپان په اوساکا ښار کې د اندونیزیا قنسولگرۍ ویلي دي چې دغه ځوان د اگست په ٣١ د گوام جزیرې په شاوخوا کې د خپل اصلي ټاټوبي نه دوه زره کیلومتره لرې یوې کښتۍ وژغوره چې د پاناما بیرغ پرې رپیده او په جاپان کې یې اندونیزیایي دپلوماتانو ته وسپاره.

ادیلانگ وایي په سمندر کې د سرگردانۍ پر وخت کله داسې پیښیدل چې ورځې ورځې به باران نه وریده او هغه به خپل کالي د سمندر په اوبو کې لمدول او بیا به یې د اوبو څاڅکي راټولول او څښل چې پدې توگه د سمندر په اوبو کې موجوده مالگه فلتر شي.

ددې اندونیزیایي ځوان مور الفیان ادیلانگ وایي چې د ځوی په ژوندي راتللو سره هغه بیحده خوشحاله شوې ده.

XS
SM
MD
LG