د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او اندونیزیایي چارواکو د سولې پر همکاریو ټینګار کړی


افغان چارواکو په کابل کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رتنو مارسودي سره د لیدنې پر مهال، په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د سولې په بهیر کې پر همکاریو ټینګار کړی.

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د دوشنبې په ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي سره په ارګ کې لیدلي او د سولې د خبرو په برخه کې یې د دواړو هیوادونو د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د بیان له مخې، ولسمشر غني ویلي "د افغانستان حکومت لیواله دی چې د تلپاتې سولې په برخه کې د اندونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي او د سولې عالي شورا مسوولین به یاد هیواد ته په نږدې راتلونکي سفر کې د اندونیزیا له تجربو څخه د ګټه اخیستنې په اړه مفصل بحثونه ولري".

افغان ولسمشر دغه راز، په دې لیدنه کې د افغان او اندونیزیايي عالمانو ترمنځ د غونډو په ترسره کولو او د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس کریم خلیلي ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به اندونیزیا ته سفر وکړي او د تلپاتې سولې په برخه کې به د هغه هیواد له تجربو څخه استفاده وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مارسودي د دواړو هیوادونو اوږدمهالې دوستۍ ته په اشارې ډاډ ورکړی، چې هیواد یې د افغان ښځو د پیاوړتیا او د سولې د خبرو په برخو کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د اندونیزیا حکومت څو کلونه مخکې د اچه له اسلامپالو بیلتون غوښتونکو سره د سولې تړون وکړ او څوکلن ناورین یې ختم کړ.

XS
SM
MD
LG