د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د سعودي په غوښتنه یې د اسامه د کورنۍ غړي وشړل


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسامه بن لادن لور یې په تهران کې د سعودي سفارت ته سپارلې او نور یې شړلي دي.

په دې وروستیو کې د سعودي ولیعهد ایران د القاعده ډلې د غړو په ساتلو تورن کړی و، خو ایراني چارواکو دا څرګندونې رد کړي او القاعده یې د سعودي استخباراتي اداره بللې ده.

ولیعهد محمد بن سلمان د سي بي اس خبري شبکې ته ویلي وو چې ایران د القاعده ډلې غړو ته پناه ورکړې او د اسامه بن لادن زوی چې د القاعده شبکې نوی مشر دی، په ایران کې اوسېده او ایران یې ننګه کوله.

خو ایراني چارواکي وايي چې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د دغې ډلې یو شمېر غړي په ناقانونه ډول ایران ته واوښتل چې بیا ونیول شول او خپلو دولتونو ته وسپارل شول.

د ایران ارنا خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکلي دي "په دغو نیول شویو کسانو کې یې یو شمېر د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي وو، د سعودي وو، اسناد یې وکتل شول، د سعودي دولت پرې خبر کړل شول او د اسامه لور په تهران کې د سعودي سفارت ته وسپارل شوه. د سعودي چارواکو دا غوښتنه وه چې د اسامه د کورنۍ ټول غړي، په هماغه سرحد دې بېرته وشړل شي چې ایران ته پرې داخل شوي، همداسې وشول."

خو ښاغلي قاسمي دا ونه ویل چې د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي کله ایران ته داخل شول او کله وشړل شول او دا چې لور یې کله سعودي سفارت ته وسپارل شوه.

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر مایک پمپیو ایران تورن کړی و چې د القاعده ډلې سره روابط لري. د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن څو کاله مخکې د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG