د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په مشهد کې ٥٢ اعتراض کوونکي نیولي


د ایران د مشهد ښار مظاهرې
د ایران د مشهد ښار مظاهرې

د مشهد له مظاهرو وروسته نن د جمعې په ورځ د ایران د کرمانشاه په ښار کې پولیسو د هغو مظاهره کوونکو مخه ونیوله چې د حکومت ضد شعارونه یې ورکول.

د فارس نیمه دولتي اژانس ویلي چې شاوخوا ٣٠٠ مظاهره کوونکو "سیاسي بندیان دې خوشې شي" او "ازادي یا مرگ" شعارونه ورکول.

د پنجشنبې په ورځ هم د ایران په دوهم ستر ښار مشهد کې له اعتراضونو وروسته مقاماتو ٥٢ کسان نیولي دي.

د رویترز خبري اژانس په یو راپور کې راغلي دي چې د مشهد په سلگونو اوسیدونکو د لوړو بیو پر ضد اعتراضونه وکړل.

په مشهد کې ایراني مقاماتو ویلي چې ٥٢ نیول شوي اعتراض کوونکي یې قضایي مراجعو ته سپارلي دي. د پنجشنبې د ورځې په مظاهرو کې د حسن روحاني، علي لاریجاني او د ایران د حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل شوي وو.

دا په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې د ورځې د اعتراضونو ویدیوگانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښیي چې مظاهرې سوله ییزې وې او مظاهره کوونکي ارام وو، خو پولیسو پرې حملې وکړې.

امریکا غږ ته د لیدونکو له لورې استول شوي فلمونه ښیي چې د خراسان په دریو ښارونو مشهد، نیشاپور، کاشمر او همداشان د شاهرود په ښار کې خلکو د بیو د لوړوالي په وجه مظاهرې کړې دي.

په ایران کې سیاسي مظاهرې منع دي خو اکثر د کارگرانو له لورې د معاشونو او بیکاره کیدو په ارتباط اعتراضونه کیږي.

د ایران خبري اژانس ارنا د یو مشهور سخت دریځه عالم ایات الله احمد عالم الهدی، له خولې ویلي چې "که امنیتي او د قانون د پلي کولو مراجع لوټماران همداسې پریږدي، دښمنان به په خپلو رسنیو کې د هغوی فلمونه او عکسونه خپاره کړي او وبه وایي چې د اسلامي جمهوریت سیستم په مشهد کې خپل انقلابي مرکز له لاسه ورکړی دی".

ښاغلی عالم الهدی چې په مشهد کې د ایات الله علي خامنه یی استازی دی وایي فقط څو کسانو د لوړو بیو پر وړاندې د پنجشنبې د ورځې له اعتراضونو نه استفاده کړې او په سیمه ییزو شخړو کې یې د ایران د دخالت پر ضد شعارونه ورکړي دي.

لږ تر لږه د ایران په دوو نورو شمالي ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي.

پر ایران باندې د نړیوالو بندیزونو په نتیجه کې په هغه هیواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او اوس د بیکارۍ کچه په دې هیواد کې ١٢،۴ فیصده ده. د ایران د مرکزي احصایی د شمیرو په بنسټ سږکال د تیر کال په پرتله بیکاري ١،۴ فیصده زیاته شوې او اوس د ایران د ٨٠ میلیون وگړو څخه ٣،٢ میلیونه بیکاره او بې روزگاره دي.

XS
SM
MD
LG