د لاس رسي وړ اتصالات

ایران امریکا ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعداموي


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

د ایران سترې محکمې پر هغه ایراني وګړي د اعدام پرېکړه تاید کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) ته په جاسوسۍ تورن و.

دغه ایرانی وګړي امیر رحیمپور نومیږي او د ایران حکومت تورن کړی و چې امریکا ته یې د ایران د اتومي وسلو په اړه معلومات ټولول او جاسوسي یې کوله.

د ایران د سترې محکمې ویاند غلام حسین اسماعیلي په تهران کې خبریالانو ته وویل چې سترې محکمې امیر رحیمپور ته د اعدام ورکړل شوې سزا تائید کړه. د ښاغلي اسماعیلي خبري کنفرانس د ایران په دولتي تلویزون کې ژوندی خپرېده.

د هغه خبري کنفرانس د ایران په دولتي تلویزون کې لایف/ژوندی خپرېده. نوموړي نور معلومات ورنکړل چې رحیمپور به کله اعدامیږي.

د ایران سترې محکمې د تېرکال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې دامریکا د جاسوسۍ یوه شبکه یې ړنګه کړې او ۱۷ کسان یې نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې یې یو ډاکټر دی چې احمدرضا جلالي نومیږي او په سویډن کې اوسېده. شاوخوا دوه کاله مخکې د تهران پوهنتون هغه ته بلنه ورکړې وه، خو ایران ته له رسېدو سره سم حکومت ونیوه او بندي یې کړ.

دا نور نیول شوي کسان د یوې خیریه ټولنې کارکوونکي ښودل شوي، خو ایراني چارواکو يې په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره کړي.

تېرکال د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د رحیمپور د نیولو په اړه په خپل ټویټر لیکلي وو: "هغه راپور بیخي غلط دی چې ایران د سي آی اي جاسوسان نیولي دي. هېڅ حقیقت نلري."

XS
SM
MD
LG