د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ځانګړي استازي افغانستان ته د تېلو او ګازو صادرولو اعلان کړی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي افغانستان ته د دریو میاشتو لپاره د تېلو او ګازو د صادرولو اعلان کړی.

حسین قمي نن یکشنبه جنورۍ ۲۳ (سلواغې دریمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له ایران څخه به افغانستان ته د سلواغې میاشتې له لومړیو څخه بیا د نوي لمریز کال د وري میاشتې تر وروستیو پوري تېل او ګاز صادر شي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه کار په روان ژمي کې د افغانستان د خلکو د اړتیاو پوره کېدو ته د هغه هیواد د مسؤلینو په غوښتنه تر سره کیږي.

په افغانستان کې د تیرو څه باندې پنځو میاشتو په تیرېدو سره د نظام تر بدلون وروسته دغه هیواد ته د صادراتو لړۍ ټکنۍ شوې ده چې له امله د ګازو او تېلو ترڅنګ د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي.

په افغانستان کې د سونګ موادو د بیو لوړېدو یو بل ستر لامل د ډالرو په وړاندې د افغانیو په بېساري ډول راټیټېدل بلل کیږي.

اوس مهال په افغانستان کې د یو لېټر پترولو بیه شاوخوا ۸۰ افغانۍ، یو لېټر ډېزلو بیه ۷۸ افغانۍ او یو کېلو ګازو بیه ۹۵ افغانۍ ده.

افغانستان د خپلې اړتیا سونګ موادو لویه برخه له ایران څخه واردوي.

XS
SM
MD
LG