د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی پهلوان: روزونکي وویل لوبه وبایله چې اسرائیلي سره مخامخ نشې


ایرانی پلوان علیرضا کریمي
ایرانی پلوان علیرضا کریمي

په پولند کې د نړۍ د ٢٣ کلونو ځوانانو د غیږې نیولو په لوبو کې د ایراني پهلوان قصدي ماتې په ایران کې دننه او دباندې غبرگونونه او بحثونه پارولي دي.

ایراني پهلوان علیرضا کریمي روسي پهلوان ته لوبه وبایلله، خو وایي چې د قصدي ماتې علت یې داو چې روزونکو یې غوښتل له اسرائیلي پهلوان سره مخامخ نشي. که کریمي له روسي سیال نه لوبه گټلای وای نو په بل پړاو کې د اسرائیلي لوبغاړي سره مخامخ کیده.

ښاغلي کریمي د دوشنبې په شپه د ایران د محصلینو خبري اژانس "اسنا" ته وویل "په پولند کې د ٢٣ کلونو د نړیوالو سیالیو د یکشنبې د لوبو نه یوه دقیقه مخکې روزونکي راته وویل چې روسي پهلوان ته لوبه وبایله چې اسرائیلي سره مخامخ نشې".

ښاغلي کریمي وویل "په یوه دقیقه کې زما ټوله دنیا ړنگه شوه".

اسرایئل او ایران سخت دښمنان دي او ایراني لوبغاړي په عنعنوي توگه د اسرائیلیانو په مقابل کې له سیالیو نه منع کیږي. د ایران حکومت معمولاً ددې ډول چلند هرکلی کوي.

ایرانی پهلوان کریمي وایي، روسي سیال علیخان ژبرالیوف یې تر ضربې لاندې نیولی و چې ترینر ورته د لوبې د بیاللو امر وکړ.

د ایران د سپورت وزارت په یوه اعلایمه کې د کریمي دغه کار ستایلی دی او ویلي یې دي چې د هغه "انساني صفات" د ستایلو وړ دي.

XS
SM
MD
LG