د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد مظاهره چیان: امریکا او ایران دې عراق کې سیالي نکوي


مظاهره کوونکو امریکا اوایران تورن کړل چې عراق کې د یو بل په ضد جکړه کوي. عکس له آرشیف څخه
مظاهره کوونکو امریکا اوایران تورن کړل چې عراق کې د یو بل په ضد جکړه کوي. عکس له آرشیف څخه

ګڼو عراقيانو په بغداد کې د جمعې په ورځ مارچ۱۳ مظاهره وکړه او پر اورپکو ډلو یې د امریکا پوځي بریدونه په عراق کې د ایران او امریکا جګړه وبلله.

پنټګان وايي الوتکو یې د پنجشنبې په ورځ په عراق کې پر شیعه ملیشو برید کړی. دا اورپکي تورن دي چې د بغداد په شمال کې یې پر یوه نظامي مرکز راکټي بریدونه کړي چې په کې دوه امریکايي او یو برتانوي پوځيان وژل شوي.

امریکايي چارواکي وايي جنګي جیټ الوتکو یې د عراق په خاوره کې پنځه موقعیتونه په ځانګړي ډول د کتائب حزب الله د وسلو زیرمې بمبار کړي دي.

دغه بریدونه وروسته له هغه وشول چې د امریکا جګپوړو دفاعي چارواکو د چهار شنبې ورځې د راکټي بریدونو د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.

په بغداد کې شوې مظاهرې کې نن ګنو عراقیانو برخه اخیستې وه. یو عراقي مظاهره کوونکی علي مفتن وايي هیواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په زون بدل شوی.

هغه وویل: "موږ په عراق کې د ولسي پاڅون په مرکزونو بریدونه غندو. امریکا او ایران له یو بل سره جګړه کوي او هغو یو بل ګواښې خو قربانیان یې عراقیان دي. عراقیان مري، امریکایان او ایرانیان نه مري. موږ په حکومت غږ کوو چې داسې یو سیستم پلی کړي چې د عراق واکمني وساتل شي. تر نن پورې واکمني نلرو."

نورو مظاهره کوونکو هم د بغداد په تحریر میدان کې دا غږ بدرګه کړ. زینب القاسیسي وايي: "د عراق په خاوره کې سیالي روانه ده. امریکا او ایران زموږ په خاوره کې له یو بل سره رقابت کوي. دا زموږ واکمني نقض کوي. دا زموږ حقوق نقض کوي. موږ د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه کوو. موږ باید حکومت بدل کړو ځکه اوس مهال حکومت نلرو، زموږ حکومت ایران دی. "

ځينو مظاهره کوونکو خپل حکومت هم تورن کړ چې د روان حالت په اړه هېڅ اقدام نکوي.

مصطفي لطیف وویل: " زه حیران یم چې حکومت په دا شان اقداماتو سترګې پټوي. باید د دواړو لورو امریکا او ایران د اعمالو د غندلو لپاره بیانیه ورکړي. دا د عراق د حاکمیت د نقض په مانا ده چې د سیمې او نړۍ د هیوادونو د سیالۍ په میدان بدل شوی دی. "

په عراق کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ له هغه وروسته زیات شو چې امریکايي ځواکونو د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په یو هوايي برید کې وواژه او ایران بیا په عراق کې په امریکايي اډو بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG