د لاس رسي وړ اتصالات

دوه امریکایي پوځیان او یو بریتانوی سرتیری په عراق کې ووژل شول


د بغداد په شمال کې پر تاجي پوځي اډې باندې چې د نړیوال ایتلاف ځواکونه په کې میشت دي څو توغندي لگیدلي دي چې په نتیجه کې یې یو برتانیوی او دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او لږ تر لږه ١٢ تنه نور ټپیان شوي دي.

عراقي او امریکایي مقاماتو ویلي چې د چهارشنبې په ماښام مارچ ١١ (کب ٢١) سخت دریځو ٣٠ کاتیوشا ډوله توغندي د تاجي اډې پر لور توغولي چې ١٨ یې پر دې اډې باندې لگیدلي دي.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویاند بل اوربان، د دوو امریکایي پوځیانو وژل کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې څو امریکایي پوځیان او د ایتلافي ځواکونو قراردادیان پدې پیښه کې ټپیان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، په یو ټویټري پیغام کې لیکلي دي: "پر تاجي پوځي اډې باندې مرگونی برید به ونه زغمل شي...عاملان یې باید د خپل عمل ځواب ووایي".

د عراق حکومت د پنجشنبې په ورځ مارچ ١٢ د یوې اعلامیې په خپرولو "دغه تروریستي برید" محکوم کړی او د عاملینو په نیولو او تعقیب کولو یې ټینگار کړی دی.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن، هم د یو بریتانوي سرتیري وژنه تائید کړې او ویلي یې دي: "د خپلو نړیوالو شریکانو سره په ارتباط کې یو چې ددغه کرکجن برید په جزییاتو پوه شو".

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې راکټونو د ویشتلو مسؤلیت ندی منلی، خو یو امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د امریکا غږ سره په خبرو کې دغه برید د ایران تر ملاتړ لاندې سخت دریځو کار وباله.

له دې دمخه هم د عراق سخت دریځه شیعه ډلو چې ایران یې ملاتړ کوي څو ځلې په عراق کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر اډو باندې بریدونه کړي دي.

د تیر کال په دسمبر کې د حزب الله کتایب ډلې په کرکوک ښار کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د توغندیو برید وکړ چې په نتیجه کې یې یو امریکایي قراردادي ووژل شو.

ددغه برید په ځواب کې د روان کال په جنورۍ کې متحده ایالاتو په عراق کې په یو هوایي برید وکړ چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني او د حزب الله کتایب ډلې مشر مهدي المهندس پکې ووژل شول.

ایران بیا په یو غچ اخیستونکي برید کې د عراق په الاسد اډې بالستیک میزایل وتوغول خو تلفات یې نه درلودل.

د ایران د بالستیک میزایلو له برید وروسته د امریکا د دفاع وزارت له عراقي مقاماتو سره په خبرو بوخت دي چې په عراق کې د پتریوت راکټي دفاعي سیستم ځای پر ځای کړي.

XS
SM
MD
LG