د لاس رسي وړ اتصالات

ملایان دې د ټاکنو لپاره تبلیغ وکړي - د ټاکنو کمیسیون


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی او د اسلام خلیفه ګان هم د جبر په اساس نه بلکې د ټاکنو او رای پر اساس خلافت ته رسیدلي دي.

د دغه کمیسیون ریس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې پر ورځ ( تلې ۲۲مه ) له دیني عالمانو سره په یوه مشورتي ناسته کې وویل، چې د ټاکنو کمیسیون به په خپلو طرحو او کړنو کې له دیني عالمانو څخه سلا مشورې اخلي او همدارنګه دیني عالمانو ته به دا زمینه برابره کړي، چې خلکو ته د ټاکنو په اړه داسلامي اصولو مطابق معلومات ورکړي تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ښاغلي صیاد وویل" په افغانستان کې علما خپل نقش لري خلکو ته دا خبره معلومه ده چې ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی، که موږ د اسلام تاریخ ته وګورو انبیا، الله دیو درانه مسولیت لپاره ټاکلي اوهغوې په انتخاباتو نه راځي بلکې د الله لخوا نه ټاکل کیږي... خو که د خلافت دورې ته وګورو هیڅ د اسلام یوخلیفه که د خلفای راشدین او د اسلامي خلافت د امویانو عباسیانو په دور کې وه، یو خلیفه هم په جبر او زور نه دی راغلی بلکې ټول د بیعت له لارې راغلي دي".

د ټاکنو کمیسیون په دغه ناسته کې د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه۳۰۰ دیني عالمانو ګډون کړی وه.

ښاغلي صیاد همدارنګه وویل" هغه کسان چې د افغانستان د خلکو او نظام مخالف وي او بیلابیلې اعلامې (د ټاکنو) په اړه چې په اسلام کې جواز نلري خپروي، اساس نه لري او دا له دیني عالمانو اورو".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې په ټاکنو کې د خلکو په ګډون ټینګار کوي، چې تیره اونۍ وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی وه را روانې پارلماني ټاکنې یې "دوکه" او "فریب" بللي دي.

XS
SM
MD
LG