د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس په اسرائیل کې د امریکا سفیر وښکنځه


محمود عباس د سه شنبې په ورځ فلسطیني چارواکو سره غونډه لرله
محمود عباس د سه شنبې په ورځ فلسطیني چارواکو سره غونډه لرله

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر ته د "سپي زوی" ووایه.

ښاغلی عباس د منځني ختیځ د سولې په اړه د امریکا په نوې تګلارې په غوصه او پارېدلی و، چې دا خبره یې وکړه. نوموړي د سپینې ماڼۍ د سولې پلان چې تر لاس لاندې دی، رد کړ.

ښاغلي عباس د سه شنبې په ورځ ( مارچ۲۰) په رام الله کې د فلسطیني چارواکو په یوې غونډې کې وویل "هغوی وايي زموږ پلان ته صبر وکړئ، موږ څه ته صبر وکړو؟ موږ صبر نکوو. ډېر خلک همدا خبره کوي چې زه ولې واشنګټن ته نه ځم؟ دوی له موږ غواړي چې واشنګټن ته ولاړ شو او لاسلیک یې کړو. موږ دا نه منو او نه یي پرېږدو چې عملي شي."

امریکايي چارواکو لا نه دي ویلي چې دغه پلان به کله اعلانوي. ښاغلي عباس د ټرمپ اداره د اسرائیلو په ننګه او د هغوی په ګټه په کار کولو تورنه کړه.

هغه په اسرائیل کې د امریکا سفیر ډیویډ فریډمین وغنده او د "سپي زوی" یې ورته وویل چې په خبره یې د لویدیځې غاړې په اشغال شویو ځمکو کې د بیا رغونې د چارو ننګه کوي.

خو سفیر فریډمین د ښاغلي عباس د خبرو په غبرګون کې همدومره وویل چې هغه په دې اړه هېڅ هم نه وايي او "زه دا تاسو ته " پرېږدم چې قضاوت وکړئ.

په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر ډیویډ فریډمین
په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر ډیویډ فریډمین

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس همدغه راز د ولسمشر ټرمپ هغه دریځ هم په کلکه وغنده چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پلازمینې په توګه پېژندلی او ټاکل شوي چې د متحدو ایالتونو سفارت هلته انتقال کړل شي.

هغه همدغه راز د فلسطیني کډوالو سره د امریکا د مرستو کمولو هم وغندل. د ولسمشر ټرمپ ادارې تېرکال بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه وپېژنده او همدغه راز یې د ملګرو ملتونو له هغې ادارې سره مرستې هم تر نیمايي کمې کړي چې له فلسطیني کډوالو سره بشري مرسته کوي.

محمود عباس په خپلو خبرو کې پر خپلې غلیم ډلې، حماس هم کلک انتقادونه وکړل او هغوی یې تورن کړل چې غوښتل یې تېره اوونۍ د هغه صدراعظم ترور او ووژني.

XS
SM
MD
LG