د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس: د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ دریځ د شرم وړ دی


د فلسطینانو مشر ویلي چې د امریکا ولسمشر چې په کومه طریقه د منځني ختیځ د سولې مسله څیړلې ده، هغه ته شرم پکار دی.

د فلسطینیانو مشر محمود عباس د یکشنبې په ورځ د سولې لپاره د فلسطینیانو مرکزي شورا ته په وینا کې د منځني ختیځ په مسله د ولسشمر ټرمپ په دریځ سختې نیوکې وکړې او وې ویل چې د هغه دا فیصله چې بیت المقدس دې د اسرایلو پلازمینه ومني ورته په هیڅ جوړ هم د منلو وړ نده.

محمود عباس د ولسمشر ټرمپ د هغو تورونو په ځواب کې ،چې وایي فلسطینیان نه غواړي د سولې لپاره خبرې وکړي، وویل "شرم وکړه".

هغه زیاته کړه چې فلسطینان خبرو ته تیار دي خو هغه فیصله به و نه مني چې د هغوي حق وځبي.

د فلسطیني مشر دغه څرگندوني د امریکا او د فلسطین ترمنځ په وروستیو کې د پیدا شوې بحران برخه ده. د فلسطين مشران وایي چې د ولسمشر ټرمپ د بیت المقدس په اړه د فیصلې نه وروسته امریکا د منځني ختیځ په مسله کې د منځگړي رول د لاسه ورکړیدی.

XS
SM
MD
LG