د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پولیسو د مخدراتو ۲۲ پلورونکي نیولي


د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، چې پولیسو په دغه ښار کې ۲۲ تنه د مخدره موادو د پلورلو او قاچاق په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشراتو آمر بصیر احمد مجاهد امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې دغه شمیر کسان په تیره یوه اونۍ کې د ۱۷ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

هغه وویل "د دغو عملیاتو په نتیجه کې ۲۲ کسان د مخدره موادو د پلورلو او قاچاق په شک نیول شوي، له دوی څخه دوه عرادې موټرې او ۱۴ سیټه ګرځنده تیلیفونونه هم کشف او ضبط شوي دي".

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې له دغو کسانو څخه ۴۸ بیلابیل ډوله مخدره مواد، چې په کې هیروئین، ښیښه، اپین او چرس شامل دي، هم نیول شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وايي، چې په تیرو اوو ورځو کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو، د مخدراتو د قاچاق د شپږو قضیو په تړاو ۱۲ کسانو ته د بند سزا اورولې ده.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دغه کسان له دیارلسو میاشتو څخه نیولې تر پنځو کلونو د بند په سزا محکوم شوي دي.

د ښاغلي مؤحد پر وینا دغه کسان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو له خوا، د څه باندې ۴ کیلوګرامه هیرویینو، نږدې ۸۹ کیلوګرامه اپین، ۳۶۰ کیلوګرامه چرس، څه باندې ۶۵ کیلوګرامه اسیدکلوراید او شاوخوا ۲۴ کیلوګرامه سودیم کارونیت کاربن د قاچاق په تور نیول شوي وو.

خالد مؤحد دغه راز وویل، چې په دې موده کې پولیسو ۷ تنه نور د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي او دوسیې یې د عدلي او قضايي څیړنو لپاره، د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرکز ته سپارلي دي.

هغه وویل "له دې شمیرې یو تن هغه کس دی، چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر پورې تړاو لري، دغه کس غوښتل چې په خپله ګېډه او بکسونو کې ځای پر ځای شوي، مخدره مواد له دې لارې څخه هندوستان هیواد ته قاچاق کړي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې پاتې تورن کسان په کابل، نیمروز، بغلان، سرپل، لغمان اوغزني ولایتونو کې د نږدې ۲۵ کیلوګرامه اپینو، ۹۸۴ ګرامه ښیښې، څه باندی ۳۱ کیلوګرامه جامد کیمیاوي موادو او ۱۳۵ لیتره تیزابو د قاچاق کولو پر مهال نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG