د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې دوه تنه له ۳۰ کیلوګرام هیروئینو سره نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تیره ورځ په کابل کې د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د خاصې قطعې پولیسو د عملیاتو پر مهال، دیرش کیلوګرام خالصه هیروئین کشف او ضبط کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، په دغه عملیات کې، چې د کابل ښار د خاک‌جبار ولسوالۍ د تره‌خیلو دشتې په سیمه کې ترسره شوي، دوه تنه قاچاقبر هم نیول شوي دي.

دغه وزارت د نیول شوو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي او دغه راز، په دې اړه یې هم څه نه دي ویلي، چې دغو کسانو دیرش کیلوګرام هیروئین کوم ځای ته قاچاق کول.

د کورنیو چارو وزارت، مخدره مواد د تروریزم د تمویل مهمه سرچینه بللې او پر وړاندې یې د پریکنده مبارزې په ترسره کولو ټینګار کړی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په روان لمریز کال کې، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲۴۶۰ تنه نیولي او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو له دغه شمیر تورنو کسانو څخه ۲۱۴ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG