د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل وزیر اکبر خان جومات مخ ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې


عکس فرانس پرس: ارشیف
عکس فرانس پرس: ارشیف

د طالبانو امنیتي چارواکو د کابل د وزیراکبر خان جومات مخ ته چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې په چاودنه کې لمونځ کوونکو ته تلفات هم رسیدلي دي.

نن د جمعې په ورځ سپټمبر۲۳ (تلې اول) د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د وزیر اکبر خان د جومات د دروازې مخ ته شاوخوا دوه بجې چاودنه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور امریکا غږ ته وویل، چې دا چاودنه د جومات سره نږدې په عمومي سړک شوې ده.

ښاغلي ټکور زیاته کړه: " نن د جمعې په ورځ ماسپښین د وزیر اکبر خان جامع جومات مخ ته پداسې حال کې چاودنه وشوه چې لمونځ کوونکي خپلو کورونو ته روان وو، چاودنه په یو موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکیو له امله رامنځته شوی ده چې له بدمرغه اوه تنه هیوادوال په کې شهیدان او د ماشومانو په ګډون ۴۱ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.»

د ښاغلي ټکور په وینا د پیښې قربانیان ټول ملکي خلک او عام وګړي دي.

کابل کې د ایمرجینسي روغتون چې د پیښې له ځای سره په ډیره کمه فاصله کې موقعیت لري د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د وزیر اکبرخان د جومات مخې له چاودنې دوی ته ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې څلورو یې دغه روغتون ته د رسیدلو وړاندې د ټپونو له امله ساه ورکړې وه.

همداشان د عیني شاهدانو د وینا له مخې ټپیان د وزیر اکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه هغه مهال وشوه، چې کله لمونځ کوونکي په جومات کې د لمانځه د ادا کولو وروسته د جومات څخه د وتلو په حال کې و. دغو شاهدانو وویل چې د لسو او پنځلسو په شاوخوا کې یې کسان لیدلي چې په چاودنه کې مړه او یا ټپیان شوي و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د نننۍ چاودنې په هکله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې د روانې بې امنۍ او تروریستي فعالیت بله بیلګه، نن د کابل ښار د یو جومات بهر چاودنې څو تنو ته مرګ ژوبله اړولې. مونږ د وژل شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د ژر تر ژره درملنې هیله لرو.»

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفارت د وزیر اکبر خان جومات ته نژدې پر لمونځ کوونو باندې د جمعې د ورځې چاودنه "وحشیانه برید" ګڼلی او هغه یې محکوم کړی او ویلی یې دي چې دا ډول برید د توجیه وړ ندی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل رسمي فیسبوک پاڼه جومات ته نژدې دغه چاودنه په "سختو ټکو غندلې" ده او هغه یې "یو ترړریستي عمل او د ټولو انساني او اسلامي اوصولو او ارزښتونو خلاف" بللی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوي تصویرنو کې د چاودنې وروسته خلک په چټکۍ سره د سیمې څخه د وتلو په حال کې لیدل کیږي.

د وزیر اکبر خان په جومات کې دوه کاله دمخه هم یوه چاودنه شوې وه، چې په کې ددغه جومات مشهور دیني عالم ایاز نیازي وژل شوی و. په کابل کې نننۍ چاودنه په تیرو دریو ورځو کې درییمه چاودنه ده چې شوې ده.

د پنجشنبې په شپه سپټمبر۲۲ (وږې ۳۱) د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې شاوخوا اوه بجې د پولیسو یوې پوستې سره نږدې یوه چاودنه شوې وه، چې د کابل د پولیسو د وینا له مخې په کې شاته د سر زیان نه و رسیدلی.

همداشان د چهارشنبې ورځ د سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) د کابل ښار په درېیمي حوزې کې د «دهمزنګ» په سیمه کې هم شوې وه چې د طالبانو د امنیتي چارواکو د وینا له مخې څلور تنه وژل شوي راو ۱۳ نور ټپیان شوي و.

په سیمه کې چاودنه د غرمې پر مهال په یو رستورانت کې شوې وه. سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د دغه روستورانت ډیر مشتریان د بریښنا شرکت کارکوونکي او مامورین دي چې د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره دغه رستورانت ته ورځي. د طالبانو د کابل پولیسوویلي چې چاودنه د ګاز د ډبې د چاودنې له امله پیښه شوې وه.

XS
SM
MD
LG