د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د معروف ولسوالۍ د مرکز د نیولو ادعا کړې


کندهار ولایت
کندهار ولایت

د کندهار امنیتي مقامات وایې چې د معروف ولسوالی مرکز یې له پخواني ځای څخه بلي سیمي ته لیږدولی، خو طالبانو ادعا کړې چې ددې ولسوالۍ مرکز یې له سختو جگړو وروسته نیولی دی.

پدې ولسوالې کې ‌ له تیرو دوو کالو راهیسې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې شوې او دوه ځله پکښې د اکمالاتو پر مهال د ملي پوځ هلیکوپترو هم سقوط وکړ.

د کندهار یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې ماسپښین درې بجې د معروف ولسوالی مرکز له خوګیاڼو سیمي څخه سپينکي‌ سیمي ته ولیږدول شو.

دغه مقام زیاتوي چې "مخکني مرکز ته د هوا له لاري اکمالات ستونزمن وو او د هلیکوپترو د پرزیدو یو عامل هم دا وو چې د غرونو له سرونو څخه امنیتي تهدیدات پېښدل."

معروف ولسوالی ته درې اونی وړاندي د افغان ګډو ځواکونو اکمالاتي کاروان په وام دره کې تر سختې جګړې وروسته ورسېد.

د کندهار سرپرست والي‌ عبدالحنان منیب امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې افغان ځواکونه پلان لري چې ژر په معروف ولسوالی کې پراخ پوځي عملیات وکړي.

ښاغلي منیب وويل چې پدغې‌ ولسوالۍ کله نا کله ګواښونه وي، خو په وینا یې افغان ځواکونه د معروف په ولسوالی کې بشپړه حضور لري.

ښاغلی منیب وایي "معروف ولسوالي‌ زموږ په کنټرول کې ده ځيني امنیتي پوستې له خپل مخکني موقعیت څخه تغیر شوی موږ په پلان کې لرو چې په معروف ولسوالی کې ګډ پراخ پوځي عملیات وکړو".

وسله والو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالی د مرکز د نیول کیدو ادعا کړې او رسنیو ته په لیږلي بیان کې یې ويلي چې د ولسوالی مرکز یې تر دوه کلني محاصرې وروسته ولکه کړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG